ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکوي، سعودي عربستان او عراق دیوه بله په ملګرتیا سره د هغو څه د پاسه ۲۵ جعلی او صوري شرکتونو د فعالیت د ختمولو خبر ورکړی چې په دوکه ورکونکو بیّو سره ئې د حج د تجارتي تبلیغ په زمینې کې فعالیتونه کول.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،له حج سره د تجارت او بازار موندنې په زمینې کې ئې څه دپاسه ۲۵فعال جعلی شرکتونو په باب له پلټنو وروسته ددغو شرکتونو فعالیتونو پاي ته رسولي او په دې اړه ئې بلټنو ته دوام ورکړی دی.
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ، په دغه هیواد کې به له اړونده چارواکو په وسیله د ویزو له صادریدا پرته د حج نوره هیڅ ډول ونډه وجود ونه لري.
دعربستان رسمي خبري آژانس هم راپور ورکړی دی ، ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،دعراقي چارواکو په ملګرتیا سره ئې د حج د ووچرو اوو فارموو د پیرپلور په زمینې کې د څه دپاسه ۲۵ شرکتونو فعالیتونه ځنډولي دي.
دعربستان د حج او عمرې وزارت جعلی اوصوري شرکتونو په باب په خبرداری ورکولو سره ټينګار کړی دی، دحج ټوله ونډې په عربستان کې د اړونده چارواکو په غږملتیا او د د هیوادونو په ملتیا سره د حج د مناسکو د ویب سایټ له لارې د حج د چارو دد فترونو له لارې دهغو هیوادونو لپاره چې خصوصي رسمي دفترونه نه لري ترسره کیږي.
د عربستان د حج او عمرې وزارت په دغې اعلامیې کې دغه راز زیاته کړې ده ، په ټولنیزو چینلونو کې د هغو جعلی شرکتونو او دهغوی د اکاونټونو تبلیغات چې ادعا کوي،د حج مناسک په مناسبو بیّو سره منظموي ، په دقت سره څاري او له دغه شان شرکتونو سره ئې په چلند کې د ښآریزو دلازیاتې هوښیارتیا غوښته کړې ده.
په دغې اعلامیې کې دغه راز د دوکه بازو او غولونکو د نیولو لباره دعراقي چارواکو په مننې سره وئيلي دي، د عمرې ویزې، ټوریزم ، کار ،د کورنیو د لیدوکتو، ټرانزیټ او نورو ویزو درلودل د واجب حج د ترسره کونکو په شرائطو کې نه دي.