IQNA

د صهیونیسټ رژيم په باب د عربي او اسلامی ټولنې د مشترکې کمیټې بیانیه

10:15 - April 30, 2024
د خبر لمبر: 3489135
ایکنا – د اسلامی او عربی نړۍ ګډې کمیټې په غزې کې د صهیونیسټي رژيم  دجنایتونو او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د روانو بدلونونو په باب یوه اعلامیه صادره کړه.

ایکنانیوز  دالجزیره له قوله راپور راکړ،د غزې د بدلونونو په باب د عربی او اسلامی هیوادونو د شرمشریزې  له خوا د ټاکل شوو وزیرانو د کمیټې په یکشنبې ورخې غونډې کې  یوه اعلامیه صادره شوه. په دغې ناستې کې  چې د عربستان د خارجه وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ په ریاض کې شوې، صهیونیسټ رژيم ته د وسلو د صادراتو د  دریدا په شمول  ددغه رژيم په ضد دنړیوالې ټولنې  د اغیزشیندونکو بندیزونو د اعمالیدا په ضرورت ټينګار وشو.

دغه اقدام د انساني نړیوال قانون او دهغو جنګی جنایتونو خلاف ورزیو ته په ځواب کې غوره شوی چې  په غزې او لویدیځي تړانګې کې ددغه تیریګر رژيم په وسیله ترسره کیږي.

 په دغې ناستې کې حاضرو کسانو  د هغو جنایتونو په وړاندې  داسرائيلي چارواکو د ځواب وئیلو لپاره چې  ئې کړي دي، او د نړیوالو حقوقي آوزارونو د فعالیدا او دښارګوټو د اوسیدونکو د ترهه ګرۍ د دریدا  په ضرورت او له دوی سره د غوڅ او جوت دریځ په غوره کیدا ئې هم ټينګار وکړ.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، چې په دغې غونډې کې په غزې تړانګې کې د جنګ د فوری دریدا او ختمیدا لپاره د عربی او اسلامی کمیتې د ګډو اقداماتو د سختولو، د انساني نړیوالو قوانینو پهاساس  دعامو خلکو د ساتنې د تضمین او  ددرستې غزې تړاننګې  لپاره د کافی او دوامدارو   اسان دوستۍ د مرستو د وړاندې کولو لپاره د اقداماتو د زیاتولو په باب په میکانزمونو خبرې وشوې او د فلسطین د خپلواکه هیواد د په رسمیّت پيژندنې او د فلسطین د خلکو د غوښتنو د پوره کیدا لپاهر دهلوځلو پر دوام هم ټينګار وشو.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي چ ې  په دغې ناستې کې  ددوو هیوادونو د  حل لارې داجرا  او د ختیځي قدس په پلازمینې او د نړیوالو قوانینو په اساس د فلسطین دخپلواکه هیواد دپه رسمیّت پيژندنې  په خاطر  د لازمو اقداماتو دترسره کیدا لپاره دهڅې په باب  هم بحث او د نظر تبادله وشوه او ټينګار وشو  چې غزې تړانګه  د فلسطینی ټاټوبی یوه نه بلیدونکي برخه ده او  دغه راز ګډون کونکي  له خپل ټاټوبي  ویستلو ته د فلسطینیانو  د ځاي په ځاي کولو  او په رفح ښار کې د هرډول پوځي عملیاتو لپاره  له هرډول هڅې سره پریکنده مخالفت  کوي.

دغه غونډه  د عربستان ، اردن ،مصر ،ترکیې  دخارجه وزیرانو او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د عمومی منشی ،دپي ایل او د اجرائي کمیټې دمنشی  او د قطر د خارجه وزیر د مرستیال او ددینی چارو د وزیر په شتون سره په ریاض کې ترسره شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4212870

captcha