IQNA

د ابوظبئ د کتاب په نړیوال نندارتون کې د چیني قرآن نمایش شوی

5:42 - May 01, 2024
د خبر لمبر: 3489138
ایکنا -د لندن  پيټرهینګټن کتاب پلورنځي  د قرآن کریم یوه نادره نسخه  چې  یوه هغه لومړنۍ نسخه ده چې  په چیني رودې سره ئې کتابت شوی او  مخینه ئې  د  اولسمې میلادي پيړۍ ته ورګرځي ، د ۲۰۲۴  کال ابوظبئ د کتاب په نړیوال نندارتون کې  وړاندې  کړی دی.

ایکنانیوز د الجزیره  له  قوله راپور راکړ،  دلندن پیټرهینګټن کتاب فروشئ د قرآڼ کریم یوه چیني نسخه چې  دپه یوه غیر معمولی سټایل سره  ئې کتابت شوی ، او مخینه ئې  اولسمې میلادي پیړۍ ته رسیږي،  د ۲۰۲۴کال ابوظبئ  د کتاب په نړیوال نندارتون کې وړاندې کړې ده . دغه نسخه  د کم موندونوکو خطي  نسخو څخه د یوې استثنائی ټولګې په چوکټ کې  نندارې ته وړاندې شوې ده.

د قرآن کریم دغه خطي نسخه د چینګ لړۍ لومړنیو  او  د مینګ لړۍ   وروستیو ترمینځ پړاؤ ته ورګرځي  او دیرش ټوکه پکې شامل دي  چې  په ډیر ښکلي  شکل سره  منظم شوي دي .دا هغه یوه لومړنۍ نسخه ده چې  په چیني رودې سره ئې کتابت شوی دی.

د قرآن کریم  دغه ځانګړې نسخه ،د رنسانس په پړاؤ کې د  ختیي او لویدیځي آسیا ترمینځ د کلتوری تبادلې یو روښانه سند دی . دغه سند  په اماراتو کې د پنځه شپیته زره سټرلینګ پونډ په بیّه چې  کابو درې  لکه اماراتي درهم کیږي، وړاندې شوې ده.د څوارلسمې میلادي پیړۍ په مینځ کې  په چین کې د قرآن کریم چاپ پراخ شوی او  په چیني مسلمانانو کې په ترټولو  زیات احترام سره ئې  په ترټولو ښکلي بڼې سریه وړاندې کولو سره دلچسپي زیاته شوې ده .

ددغې ټولګې نهم ټوک په فارسي ژبه یو یاددښت لري چې داسې ښکاري  د چینی هنرمندانو او  په ایران کې ئې ددوي د همڅنګو ترمینځ  ددغه قرآن کریم د نسخې د لیکلو په وخت  کوم ارتباط  موجود ؤ.

د ابوظبئ  د کتاب نړیوال نندارتون د اپریل په نهه ویشتمه نیټه پیل شوی او د مئ تر پنځمې نیټې پورې به دوام ولري.  

https://iqna.ir/fa/news/4213215/

captcha