ایکنانیوز د اسلامی نړۍ د اتحادئې د اطلاع رسونې د ویبسایټ له قوله راپور راکړ،د مصر دلوی مفتي مرستیال ډاکټرابراهیم نجم په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د مونږ مسئولیّت د دینونو ترمینځ دخبرواترو په دودولو کې یوازې تراخلاقي ضرورتونو پورې محدود نه دی،بلکې دغه مسئولیّت د ټولنې د جوړښت د وحدت او دهغه بقاء د ورځې یو مهم ضرورت دی.
هغه زیاته کړې ده ، سم مرجعیّت د مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې یو منظم علمی کړچار برابروي او مسلمانان له دیني اړئ ګړئ، په فتواګانو کې له سربدالۍ او ددین په نامې سره له عقیدتي اوس یاسی ناړو استفادو څخه او د یوه خاص بهیر او یا ډلې په ګټه ورڅځه له ګټه پورته کولو غړوي.
د مصرمرستیال مفیتي دغه څرګندونې د دیني خبرواترو او په وړاندې ئې چیلنجونه؛ په عنوان سره د ددینی رهبرانو دهغې غونډې د فعالیتونو په چوکات کې چې په آذربایجان جمهوریت باکو ښانر کې ترسره شوې، بیان کړې .
نجم دې ته په اشارې سره چې د فتوا مرکز عمومی دارالانشاء له هماغه دتاسیس له وخت راهسې تر اوسه پورې هڅه کړې دهڅو د فتواد حوزې چاروال په ډیرو هیوادونو کې سره غونډ کړي له افراطي فتواګانو سره مقابله وکړي ،زیاته کړې ده د فتوا مرکز د اعتدال ، د اسلام ددفاع او له هغو فتواګانو سره مقابله ده چې د ګډوډیو سبب کیږي. ځکه چې افراط پال په منحرفو او ویجاړونکو فتواګانو په اساس عمل کوي څو له لاې خپل جنایتونه توجیه کړي او دا هغه شی دی چې مونږ ورسره مقابله او مبارزه کوو.
هغه دغه راپه خپلو څرګندونو کې ووئيل،د ترهه ګرۍ اوتاؤتریخوالي پراختیا له هغو دینی تعلیماتو څخه د انحراف په دلیل چې د ګډو سوله ایز ژوند او سولې اوپخلا کیدا غوښټونکي دي، رامینځة کیږي او شک نشته چې د مفاهیمو د اصلاح لپاره د دینی رهبرانو اتحاد د دترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي د پراختیا د محدودیدا او یا د مخنیوي سبب کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4213633