IQNA

لمونځ په مومنانه ژوند کې د نظم چورلیز

5:26 - May 08, 2024
د خبر لمبر: 3489184
ایکنا – دیوه مسلمان په ژوند کې د نظم  چورلیز دخد اوندمتعال عبادت دی او په همدې دلیل  د پنځه وخته لمونځونو  د اقامې  دلیل په شپې ورځې کې  دانسان د چارو د  منظمونې سبب کیږي. 

یوه هغه مسئله چې د مسلمانانو د منظم کیدا سبب  کیږي، زمان بندي شوي دیني پروګرامونه دي ؛د مثال لپاره قرآن کریم  د روژې لپاره  رمضان المبارک میاشت ټآکلې ده چې  د  میاشتې د لیدو د پیل او پاي نښه ده او  هم پيل او هم پاي ئې مشخص دی .(بقرې سوره:187) همداراز  د لمانځه په څير  دعبادتونو دترسره کولو لپاره  ئې وخت او دقیق پروګرام تنظیم کړی دی ؛ أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ» (اسراء: 78).

دمومنانو امیر حضرت امام علی علیه السلام  محمد بن ابی بکر ته وفرمائيل؛ لمونځ پخپل ټاکلي وخت ادا کړه او د آسانتیا لپاره دې له وخته مخکې  او د مشغولتیا او بوختیا په خاطر ئې ونه ځنډوې  او پوهه شه چې  ستا ټول کارونه د  تا دلمانځۀ تابع دي :  له دې امله   دپنځه وخته لمانځه  قایمول ، په شپې ورځې کې د انسان د چارو د منظمونې لامل کیږي .  په لمانځه کې د  دچلند،اعمالو او ذکرونو  زده کول  او مقدمات ئې یو  ډول د انسان د ذهن د منظمیدا او  روزل کیدا سبب کیږي.

په  دله ایز ډول د جماعت لمونځ اقامه  کول هم یو ډول  پر نظم او غږملتیا مشتمل  عمل او  تمرین دی . دخداي رسول (ص) په جمې لمانځه کې د نظم په باب فرمائي .؛  ائ خلکو ،(په جماعت سره مونځ کې ) خپل صفونه سم کړئ او  له یوه بل سره خپلې اوږئ یا مټونه وجنګوئڅو د تاسو ترمینځ کوم درز  نه وي ! له یوه بل سره مخالفت  مه کوئ چې په داسې بڼه کې خداي  د تاسو د   زړونو ترمینځ پرَده رامینځةکوي  او پوهه شئ چې  زه تاسو له خپل شاته وینم.::::

مومنان همداراز په اجتماعي چارو کې منظم او غږمله دي او ټول کارونه ئې په تیره بیا  په مهمو او برخلیک ټاکونکو مسئلو کې  ړ ټولنې د رهبر په اذن سره کارونه ترسره کوي. که  یو وګړی  په دغو شرائطو عمل ونه کړي، نو  د حقیقي مومنانو په لیکه کې نه راځي ؛ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَی أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّی يَسْتَأْذِنُوهُ» (نور: 62).

captcha