ایکنا نیوز راپور راکوي، حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون سهار وختي په تهران کې د اسلامی شورا ددولسم پړاؤ د انتخاباتو د دوهمې مرحلې دراي اخستنې په هماغه لومړنیو دقیقو کې په حضرت امام خمیني امامباړې کې په شتون سره خپله رایه واچوله او له راي اچولو وروسته ئې په یولړ څرګندونو کې د انتخاباتو د لومۍ او دوهمې مرحلې د اهمیّت یوشان والي ته په اشارې سره ټینګار وکړ ددوهمې مرحلې په راي اچونې کې په شتون سره د ایران د اسلامی شورا پارلیمان بشپړوي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود انتخابات د خلکو د شتون او ددوي د ارادې او فیصلې نښه وبلله او وې وئيل، د هیواد د پرمختګ او لویو مقصدونو ته له نزدیکیدا سره د هر مینه وال وګړي ملي دنده په عامو انتخاباتو کې ګډون دی .
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي دغه راز وفرمائيل، هرڅومره راي زیاتې شي، نو پارلیمان به پیاوړی شي او هرڅومره پارلیمان پیاوړی شي ، نو په هیواد کې د کار امکان لازیاتیږي،نو دا یوه ملی د نده ده او هروګړی باید دغه ملي دنده په ورین تندي سره ترسره کړي.