ایکنا نیوز د روسیا الیوم له قوله راپور رکړ،په شیکاګو کې د مکې جومات امام شیخ حسن مصطفی علی د امریکا د ایلیناؤ ایلات په مرکز سپرینګفلیلډ کې د ځاي پارلیمان غونډهد قرآن کریم په یو شمیر آیتونو سره او د لمانځه په اقامه کولو سره افتتاح کړه. هغه همداراز په درستې دنیا کې د تاؤټریخوالي او جنګ د ختمیدا او د عدالت او سو لې ته د رسیدا لپاره دلارښونې ،هدایت او بریالیتوب لپاره دعا هم وکړه.
دغه پروګرام په شیکاګو او د هغې په شاوخوا کې د اسلامی موسیسو د شورا په وسیله د ایالت له نمایندګانو سره د ارتباط په ورځ د فعالیتونو په چوکاتې کې سترسره شو.
په دغې ورځې په دغې مهمې پيښې کې د ګډون لپاره د ښونځیو او پوهنتونونو ډيری محصیلین او زده کونکو سره یو ځاي د اسلامی ټولنې په سلګونو مشران په ایالت کې د خپلو نمایندګانو دفترونو ته ځي څو ورسره ارتباط ټينګ کړي او د مهمو مسئلو او د ښاریزو د ضروري او مهمو موضوعګانو په باب وسره خبرې او بحثونه وکړي.
شیخ حسن علی په دغو دستورو کې د نساء سورې یو شمیر آیتونه تلاؤت کړل. إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا.
هغه وروسته ددغو آيتونو په انګریزي ژبه ترجمه وکړه او په دوام کې ئې د قانون جوړونکو استازو، فیصله کونکو او نورو غړو لپاره د بریالیتوب وا د قوانینو دو ضع کولو او د داسې فیصلو دغوره کولو دعا وکړه چې د عدالت،سولې ، برابرۍ ،ارزښتونو او د جنګونو ،تاؤتریخوالو د ختمیدا او د د خلکو دخدمت ته رسیدا لپاره اغیزشیندونکي وي.