
ایکنانیوز د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړ، د ؛ اروبا او امریکا ځوانانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نامې اغیزې؛ په عنوان سره تخصصي غونډه د دوشنبې په مازدیګر د نندارتون د ملتونو په هال کې د یو شمیر نظر خاوندانو په شتون او ویناؤ سره ترسره شوه.
ددغې ناستې په پیل کې د نړیوالو چارو یو څيړاند او کارپوه مسعود توکلي په نورو هیوادونو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دوو لیکونو د ځپریدا لپاره هڅې ته اشاره وکړه او وې وئيل، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په لومړي لیک کې وئيل شوي دي ؛ له تاسو سره زما خبرې د اسلام په باب دي : او بیا فرمائي ؛ له لویدیځي ځوانانو دا تمه کیږي، چې د منفي پروپیګنډو له مرحلو تیر شوي او له دغو منفي پروپيګنډو پرته له اسلام سره آشنا شي. په حقیقت کې د له اسلامه د ویرونکو واسطو پر نفي کولو د رهبرۍ د ستر مقام ټينګار دی.
په اسپانیا کې د ایران پخواني کلتوري سلایار محمد مهدي احمدي هم ووئيل، د رهبرۍ د ستر مقام پیغام سبب شو څو د لویدیځوالو ځوانانو وجدانونه ویښ شي ،هغه مهال چې په فرانسې کې ترهه ګره پيښه وشوه، لویدیځي نظام هڅه وکړه څو له دغې پيښې استفاده وکړي او دا له اسلام سره د مبارزې لباره په یوه آوزار بدله کړي،که څه هم چې لویدیځي نړۍ پخپله داعش ډله پنځولې وه. په دې زمانې کې ، د رهبرۍ د ستر مقام د پیغام لومړنۍ مثبته اغیزه د هغو خبرو په وړاندې د نوي خبرې وړاندې کول وو چې لویدیځ غوښتل، اسلام په دنیا کې د تاؤتریخوالي او ترور ددین په توګه معرفي کړي.
د رهبرۍ ستر مقام ګډ انساني درد بیا ن کړ
د ترکیې د تسنیم خپروندوئې نماینده او په ترکي –استانبولی ژبې د اروپا او امریکا ځوانانو ته د رهبرۍ د ستر مقام د کتاب نامې خپرونکي اوندر تورکلي په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې توضیح ورکړه ، مونږ پخپلې خپرندوئې کې په ترکی ژبې د فارسۍ ۲۰کتابونه ترجمه کړي دی. د ایران د رهبر کتاب په درستې ترکیې کې د ځوانانو لاسونو ته رسیدلی دی . له دې وروسته چې تسنیم خپرندوئې دغه کتاب خپور کړ، ددغه کتاب داسې هرکلی وشو چې کوثر خپروندئې هم دا بیا ترجمه کړ. ددغه کتاب له خپرونې وروسته، د ترکیې ځوانانو د رهبر د نورو کتابونو د ترجمې غوښته درلوده.
ددغې ناستې په پاي کې د اسلامی انقلاب د مبارزو د پړاؤنو له زندانونو او جلاوطنۍ څخه د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د خاطراتو لرونکی ؛خون دلی که لعل شد؛ نومې دوه کتابونه په اردو،پښتو او سویډئ ژبو او همداراز ؛ انسان ۲۵۰ساله؛ نومې کتاب چې په اردو ژپه ژباړل شوی مخ کتنه ئې وشوه.
د یادولو ده چې دغه ناسته د حضرت امام خمیني دعیدګاه دملتونو په هال کې د اسلامي انقلاب د خپرندوئې موسیسې او د ترجمې او نشر له منظمونکي مرکز سره په ګډه ترسره شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4215623