IQNA

دعمر خیام د درنښت ورځ

د نړۍ د ترټولو دقیقې کال هیندارې پنځونکی

14:01 - May 18, 2024
د خبر لمبر: 3489235
ایکنا – حکیم عمر خیام د ایران مشهور فلسوف، ریاضي پوه، ستور پیژند او  د سلجقیانو  د لړۍ  لوي  ایرانی شاعر دی.که څه هم د خیام ځائيګی  د هغه له ادبی مقامه ډير لوړ دی، خو د هغه شهرت د هغه د هغو رباعیاتو د لیکنې پامته داره دی  چې نړیوال شهرت لری. د غوای د میاشتې  اته ویشتمه نیټه د دغه ګرانقدر حکیم د درنښت  کلیزه ده.

حکیم عمر خیام نیشابوری د ۴۲۷لمریز کال د غواي د میاشتې په ۲۸ نیټه  په نیشابور کې زیږیدلی ، د هغه بشپړ نامه  غیاث الدین ابولفتح عمر بن ابراهیم خیام نیشابوری دی چې   د خیام نیشابوری ، خیام النیسابوری او خیامي  په  څیر په نامو سره  بلل کیږي. دغه متفکر ، ریاضي پوه ، ستورپيژاند ،فیلسوف ،  او نامتو شاعر د سلجوقیانو په زمنانې کې ژوند   کاوۀ،خو  په نړیواله سویه  د هغه ترټولو لوی شهرت ، د هغه لوړ علمی ځایګی دی  او  هغه ته ؛حجةالحق؛ لقب ورکړل شوی دی ، خو په نړیواله سویه دهغه  ترټولو لوي شهرت ، د هغه د رباعیاتو  پامته داره دی . د هغه رباعیات د دنیا په ډيرو ژوندیو ژبو ژبادل شوي دي . ایډورډ فیټز  جرالډ  په انګریزي ژبه  عمر خیام د رباعیاتو ترجمه کولو سره په لویدیځ کې   دهغه  په شهرت کې ډير رول درلود.

په هغو پخوانیو کتابونو کې  چې د  خیام د ژوند او د هغه پر کارونو ئې اروزنه وکړې ده،په تیره بیا د هغه د زیږیدا او مړینې  په تاریخ کې زیات اختلافات  شته دي. هغه یومړنۍ سرچینه چې  په خاصه توګه  ئې خیام په تفصیل سره  معرفي کړی دی، په کابو ۵۵۰قمری کال شاوخوا کې لیکل شوي  څلور نظامي عروضی مقالې  دي .د خیام دوهم ژوند لیک  په ؛تتمه صوان الحکمه؛ یا تاریخ الحکما ؛ نومې کتاب کې په ۵۵۴قمری کال کې  د ابوالحسن علی بیهقي په وسیله  لیکل شوی دی . نظامی عروضي  او ابولحسن بیهقي  هردواړه د عمرخیام  په پړاؤ کې  ړړ او  هغه ئې له نزدې لیدلی دی.

خیام خپل علمی آثار په عربی ژبه تالیف کړي او  د ریاضئ په علم کې د هغه په مشهورو  آثارو کې  د ؛ رساله جبر و مقابله،  رسالت فی شرح  ما اسکال من مصادرات کتاب اقلیدس ،رساله فی الاحتیال  لمعرفه مقدای الذهب و لافضه فی جسم  مرکب منهما ؛ نومې  کتابونو مقصد ئې ، هر یو ه  مخصوص وزن ته په  پام سره  د شیانو د وزن د معلومولو لپاره  دهغه د ارشمیدس   او  تلې (میزان)  د قانون بیانول دي ، د آب و هوا او موسم  د اختلاف  علت او موسمونو په باب ؛لوازم الامکنه؛ «رساله فی الکون و التکلیف» و نیز «رساله الجواب من ثلاث مسائل»اشاره کولی شو. په فارسی ژبې مکې د خیام له آثارو څخه د خطبه الغراء د  ترجمې ، رساله در علم  کلیات یا رساله وجودیه او د خطبه الغراء  ترجمې ته چې   په  توحید خداوند کې له ابن سیا  ددغې خطبې  اصل دی  او  خیام دغه خطبه  په ۴۷۲کال کې په اصفهان کې د خپل یوه دوست په غوښتې سره  ترجمه کړه ، د  یادولو وړ ده.  

 له دغو  ټولو سره سره  د عمر خیام زیاتره شهرت  دهغه د رباعیاتو په سبب دی ،معلومه  ده چې خیام د ډيرو خبرو کولو سره  مینه  نه درلوده،  نه ئې  په تفصیل  سره د کتابونو له تالیف سره  کومه ګروهنه د رلودلې ده او نه ئې هم  په تفصیل سره شعرونه وئیلي دي. احتمال شه  چې په فلسفې او ریاضیاتو کې ئې د کار له امله شاعر کېدل مناسب نه وي ګڼلي او په پخوانیو  سرچینو  کې د هغه شهرت د هغه د شعر له امله نه وي. خیام په جبرې  او  مقابلې کې ډير ارزښتمنې  څيړنې لري  او په طب او نجوم  کې  هم د خپل پړاؤ سرخیل ؤ او شهزاده سلجوقي  چې د چیچکو په مرض ککړ شوی ؤ  درملنه ئې کړې ده.

https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4216250

  

captcha