د پوهنتوني جهاد مشر حسن مسلمي نائیني له ایکنانیوز سره په خبرو کې د شهید آیت الله رئیسي او ورسره د ملګرو د شهادت په مناسبت په تسلیّت وئيلو سره اسلامی ایران د خدای بخښلی ولسمشر د شخصیتي ځانګړنو په بیانولو سره ووئيل، شید آیت الله ریئسي سره له دې چې له ډير زیات تواضع برخمن ؤ ،د خلکو د خدمت عاشق ؤ او د خلکو له خدمت کولو سره ئې ډيره لیوالتیا درلود.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې هغه هیڅکله هم پخپل ټول ژوند کې په قدرت پسې او قدرت ته په رسیدا پسې نه ؤ ،ووئيل، هغه تل په صداقت او تواضع او په باطنی صفا سره له خلکو سره او خپلو همکارانو سره ښې اړیکې او ارتباط درلود. شهیدا آیت الله رئسي په هرې اونۍ کې له خلکو سره مستقیم ارتباط درلود او سره له دې چې تل په داخلی اوبهرنیو سفرونو کې ؤ ،هیواد ته په ستنیدا فوری وروسته به ئې داخلی سفرونو ته مخه کوله او له خلکو سره به ئې ارتباط ټينګاوه.
مسلمي نائینی ووئيل، د ایران د اسلامی جمهوریت شهید ولسمشرپه نه ستړیکیدونکی بڼه د خپل ولس خدمتونو ته دوام ورکاوه او په نهایت کې هم خداوندمتعال ورته ددغو خدمتونو په جایزې کې د شهادت لوي انعام ورنصیب کړ.
د پوهنتوني جهاد مشر د پوهنتوني جهاد ټولګې ته د شهید آیت لله ریئسی نظر ته په اشارې سره همروښانه کړه،هغه پوهنتوني جهاد د هیواد یو ډير مهم اورګان باله او تل ئې جهاد پالو ته اشاره کوله چې د تاسو فعالیت ډير مهم دی او باید په پوهنتونونو کې لوي کارونه وشي او له مختلفو پوهنتونونو سره ډير ارتباط ولرل شي.
مسلمي نائیني دغه راز ووئيل، هغه همداشان په کلتوري حوزو کې داسې وئيل چې پوهنتوني جهاد د انسان جوړونې دنده لري. هغه په تیره بیا دهنر په حوزې کې هم اعتقاد درلود چې جهاد ګران باید حتما لوي هنرمندان وروزي . د ایران شهید ولسمشر تل په هیواد کې د نیمګړو پاتې کارونو تر سره کولو باندې ټينګار درلود او نور ئې له تکراری کارونو ترسره کولو نه منع کول.
هغه ووئيل، په یقین سره د اسلامی انقلاب په سټه ورې وَنې ته وخت په وخت د لوړمقام شهیدانو وینه ورکړل شوې ده او لا پیاوړې کیږي. اوس ههم هغو مختلفو مشکلاتو او مسئلو ته په پام سره چې په هیواد کې موجودې دي ، خداوندمتعال د شهادت دغه لوي فیص او برکت د شهید ولسمشر او دهغه ملګرو په برخه کړ. د خدمت هغې لارې ته چې د ایران د اسلامی جمهوریت ویاړمن شهید ولسمشرورباندې روان ؤ ، دوام ورکړي او په هیواد کې کوم مشکل رامنیځة نشي .د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا د هغه د ملګرو او همکارانو له خوا به د هغه خدمتونو ته په ښه انداز سره دوام ورکړل شي او په هیواد کې به هیڅ خنډ او خلل رامینځة نشي.