IQNA

اسرائيلي عسکر یو ځل بیا د قرآن کریم سپکاوی وکړ.

8:59 - May 22, 2024
د خبر لمبر: 3489259
ایکنا - په هغې ویډیو کې  چې په  غزې  کې یوه صهیونیستي عسکر خپره کړې ، د قرآن کریم دیوې نسخې  پاڼو ته اور اچوي.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د فلسطین رسندوئی فعالانو  یوه ویډیو خپره کړې چې  د یوه  اسرائيلي خبیث عسکر په وسیله په غزې کې د یوه جومات په داخل کې  د قرآن کریم یوې نسخې ته اور  د لمبو شیبې  بریښوي.

په ایکس پاڼې کې  یوه کارؤنکي  دوحشي صهیونیسټي عسکر ددغه سپير اقدام د ویډیوئي کلیپ په خپرولو سره لیکلي دي ،یوه ترهه ګر اسرائيلي عسکر  چې په غزې تړانګې کې ئې د یوه جومات  له داخله ویډیو په داسې حال کې  په انسټاګرام  چینل کې خپره کړې چې  د قرآن کریم یوې نسخې ته  اور اچوي ، اوس آیا  عربان او مسلمانان  بیا هم  له دغه شان کسانو سره د اړیکو دعادي کولو  غوښتې کوي؟

 همداراز ځينو نورو کسانو هم په سوشل میډیا کې پخپلو  غبرګونو نو کې ددغې بې حرمتۍ په تائيدولو سره خپل کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې د اسرائيلي وحشي ډوله  پوځيانو  په غزې تړانګې  او لویدیځي غاړې کې د ماشومانو او ښځو عام وژلې اونسل ختمونې ته په سپين سترګیتوب سره دوام  ورکړی دی، ځیني  مسلمان عربان او س هم غواړي، له وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره  خپلې  اړیکې عادي کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4217621

captcha