ایکنانیوز – د لبنان د اسلامی عمل جبهې عمومی غږملونکي شیخ زهیر عثمان جعید ایکنانیوز سره په خصوصي خبرو کې په پیل کې د قرآن کریم ددغه آيت پّ ذکر کولو سره ؛مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا»، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او خارجه وزیر او ورسره د ملګرو په شهادت د اسلامی انقلاب معظم لارښود، ددغو شهیدانو کورنیو او د ایران لوي ملت او د مقاومت درست چورلیز ته تسلیّت ووایه.
هغه په دوام کې ووئيل، شهید آیت الله رئیسي یو استثنائي شخصیّت او د اسلام اصولو او د رول الله (ص) تعلیماتو ته پابنده یو مسئول حقیقي بیلګه او د امریکا او صهیونیسټي رژيم له ظلم او تیریو سره په مقابلې کې د درستو مقاومتي ځو اکونو ملاتړی ؤ.
حسین امیر عبداللهیان د مقاومت ،فلسطین او غزې څخه په دفاع کې یو نه ستریکیدونکی شخصیّت ؤ.
شیخ جعید همداراز د شهید امیر عبداللهیان په باب هم ووئيل، شهید حسین امیر عبداللهیان هم د خپل ژوند په ټولو مرحلو کې د نړۍ د مظلومانو او دمقاومتي ځواکونو ملاتړ او پشتیبان ؤ او په حقه ئې د مقامت د چورلیز د خارجه وزیر لقب وموند. هغه یوازې د ایران د خارجه چارو وزیر نه ؤ، بلکې مونږ هغه په نړیوال ډګر کې حاضر یو ترټولو غوره کس او د غزې او فلسطین پشمول د مقاومت بیرغوال او د مقاومت په ډګر کې یو فعال مرسته کونکی او د درستې نړۍ په ټولو ډيپلوماټيکو اوسیاسی ټولونو کې حاضر نه ستړی کیدونکی شخصیّت ؤ.
شهید آیت الله رئیسي شخصا د غزې موضوع ته ډير زیات اهمیّت ورکاوه او د فلسطین له ولس سره ئې خاصه مینه درلوده.شهید امیر عبداللهیان هم د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو له هماغه پيلیدا څخه تر خپل شهادت پورې همیشه ګروهمن ؤ چې په ډيپلوماټيک ډګر کې د فلسطین له ملت او دهغوي له آئيډئيل سره مرسته وکړي او د دوي په ګټه ګام پورته کړي.
هغه همداراز له درستو ګاونډیانو ،اسلامی او عربی هیوادونو و دغه راز د سیمې له هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره ډيرې هڅې وکړې. شهید آیت الله رئیسي د سیمې هیوادونو ته پّ ډ يرو سفرونو کې خپل ټول همت د سیمې له ټولنو او اسلامی ملتونو سره په ارتباط کې ولګوه.