ایکنانیوز راپور راکوي، د قرآني چارو د ادارو د مشرانو ۳۸عمومی غونډه او د ایران دقرآنی چارو د ادارو د مشرانو او کاربوهانو ګډه غونډه د غبرګولې له شپږمې نیټې پيل شوي او تر لسمې نیټې پورې به د تهران د آدینه زده کړې کلتوری کمپلیکس د دارالقرآن په ادارې کې ترسره شي.
په همدې اساس د قرآنی چارو د ادارو د مشرانو غونډه دغبرګولې له شپږمه تر اتمې نیټې پورې او د دغو ادارو د مشرانو او کارپوهانو ګډه غونډه هم د غبرګولي په نهمه او لسمه نیټه په آدینه کمپلیکس کې ترسره شي.
ددغو ناستو پایزې دستورې د غبرګولې په لسمه نیټه د اسلامی تبلیغاتو او د ادارې د مشر او د قرآنی فرهنګ د پراختیا شورا مشر حجةالاسلام محمد قمي په شتون سره ترسره شي.
ددغې ناستې په ایجنډا کې ، د دارالقرآن کریم دادارې د ۱۴۰۳ کال تصویب شوي پروګرامونو د کلیاتو واندې کول،په اوړي کې په نوی ګام کې له آیتونو سره د ژوند دملی غورځنګ د کلیاتو تشریح کول، عید غدیر ،محرم او صفر د میاشتو پروګرامونو ارزول، او هماراز نور ملاتړي او څارونکي فعالیتونه او دتبلیغ اصیل او نوي پلانونې پکې سپړل کیږی.
همداراز د قرآنی چارو د ادارو له مشرانو سره د ولایتونو د چورلیزي پروګرامونو په باب د نظر تبادله او خبرې اترې او د درست هیواد له قرآني کارپوهانو سره دقرآنی چارو په باب خبرې اترې او بحثونه ددغو دواړو ناستو نوره چورلیزونه دي.
په دغو ناستو کې د قرآنی چارود ادارو د لازیاتو فعالولو او دغه راز د نوو پروګرامونو د پراختیا په باب هم ځينی مهمې فیصلې کیږی.