ایکنانیوز د سواح نیوز له قوله راپور راکړی ، د فلسطین یوې ډاکټرې د یوې هغې میرمنې د جنازې ترڅنګ چې د یکشنبې ورځې د وحشي صهیونیسټي پوځيانو په څاروي ډوله جنایت کې شهیده شوې وه ، د بروج مبارکې سورې د آیتونو یوه سالمه پاڼه پیدا کړې چې ددغه جنایت له امله نه ده سوځیدلې.
د سوشل میډیا یو فعال اسمام النشار د سالم قرآني پاڼې په یوې ویډیو خپرولو سره لیکلي دي، یوه ډاکټره د یوې شهیدې میرمنې په جنازې ناسته او د قرآن کریم د یوې سورې سالمه پاڼه ئې هم په لاس کې ده چې له وژونکي سرۀ اوره سالمه پاتې شوې ده. هغه لیکي په دغې پاڼې کې چې سالمه پاتې شوې ده د قرآن آیت ؛ قتل اصحاب الاخدود، النار ذات الوقود» ګواکې د ا د خداي تعالی له خوا یو پیغام ؤ.ځکه چې په دغې غمیزې کې مو په یوه ورځ ټول خپلوان او دوستان له لاسه ورکړل البته خداي همیشه له مونږ سره دی او مونږ ته ډاډ اوآرامښت راډالۍ کوي او الهي پیغامونه دمونږ زړونو ته رسیږي.
داپه داسې حال کې دي چې په ټولنیزو چینلونو کې دغزې د شهیدانو لپاره ددغې غمیزې په رابرسیره کیدا سره له شهیدانو سره خوخوږي او پيوستون نوره هم زیات شوی او د غزې تړانګې د مظلومو اوبې څوکه ښځو اوماشومانو د نجات لپاره د نړیوالو غوږونو ته د رسولو لپاره یوه چغه شوې ده .ان شاا... بریالیتوب نزدې دی او دا د خداي یوه وعده ده چې ډيره زر به پوره شي.