ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور ورکړی، محمد علی په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې پخپلې مقالې کې لیکلي دي ،د هندمسلمانان خپل دین نشي څرګندولی ،ځکه چې هندي لومړی وزیر نریندرا مودي له دې موضوع سره سره سخت تعصب لري.
هغه په دوام کې ټينګار کړی دی، زه همیشه عادت لرم ، په ټیلیفوني مکالمو کې مو له سلام څخه استفاده کوله خو اوس وضعیّت بدل شوی دی او داسې شوی چې مسلمانان خپل دین نشي څرګندولی. په تیرو لسو کلونو کې دمودي متعصب حکومت قصدا د څه دپاسه دوه سوه میلیون هندي مسلمانو ښاریزو سپکاوی کړی او د دوي هویّت ئې په دې اعتبار سره چې اصیل ښاریز نه دي ، داغي کړی دی.
دغه هندی لیکوال ددې خبرې په کولو سره چې د هندوستان د ملی انتخاباتو لومړنۍ مرحله م د اپریل په نولسمه نیټه ترسره شوې ا، ټاکل شوې ده ، دوهمه مرحله هم جولائي په لومړۍ ترسره شي، لیکلي دي؛مودي سرکار په یوه انتخاباتي کمپاین کې په خپلې یوې وینا کې مسلمانان په دغه هیواد کې نفوذي بللي او وئيلي ئې دي ،هڅه کوي، د خپلو پیروکارو په ملګرتیا سره دغه هیواد په یوه خالص هندو هیواد بدل کړي.