قرآن کریم له ؛یهود؛ سره د یوه قوم په شان چلند کوي، خو په کلی توګه دغه دریځ په دوو شکلونو کې دی؛یو په هغو یهودیانو څارونکی دی چې په واحد خداي ایمان لری، معاد ته معتقد دي او صالح عمل ترسره کوي چې دوي اهل کتاب بلل کیږي او نور هغه یهودیان دی چې په خدای او معاد ایمان نه لری او د اسلام ددین په مقابل کې دسیسې کوي، په حقیقت کې دغه ډله یهودیان ،په ځینو آیتونو کې یاد شوي دی چې د یهود قوم منفي صفتونه لري.
د قرآن کریم په آل عمران سورې کې روښانه شوې ده چې ټول اهل کتاب یو شان نه دي ،بیا د اهل کتاب د ښو صفتونو لرونکي ډلې ذکر کوي چې په هغو کې د خدای په اطاعت سره پاڅون ،د آسماني کتاب تلاؤت، سجده ، امر باالمعروف اونهي از منکر او په ښو کارونو کې بیړه شامله ده؛ لَيْسُوا سَواءً مِنْ أَهْلِ الْكِتابِ أُمَّةٌ قائِمَةٌ يَتْلُونَ آياتِ اللَّهِ آناءَ اللَّيْلِ وَ هُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (آل عمران: 113-١١٤).
حتی په مائده سورې کې په هغو آیتونو کې چې د دوي سترو ګناهانو او بدعهدیو ته اشاره کوي، بیا هم د دوی مینځ لاري ااو معتدله ډلې سره بیلوي، چې په دغه کار سره یهودضده او توکمپال کړچار په کلي توګه رد او نفي کیږي؛ وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ مِنْهُمْ أُمَّةٌ مُقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ» (مائده: ٦٦).
جالبه دا چې د تورات او انجیل د ځائيګی په لوړتیا سره ، په دوي عمل کول ، له آسمان او مځکې څخه د برکتونو نازلیدا بلل کیږي.
حتی په یوه تاریخي بهیر کې چې اهل کتاب په یوه حکم کې پيغمبر اکرم(ص) ته رجوع کوي، فرمائي؛ وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَ عِنْدَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللَّهِ». سپس در وصف تورات میفرماید: «إِنَّا أَنْزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ» (مائده: 44). ا لبته د مائدې سورې په دوام کې د یهودیّت په دین کې د تورات د نه اقامه کولو او له دې له زیات د یهودیت په دین کې د تحریف ا وغلو پشمول (د دوهمې ډلې) ډيرو لویو ګناهانوو ته اشاره کوي .(مائده -۸۸) چې په نهایت کې سبب کیږي،دغه ډله له کافرانو او بت پرستانو سره لاښې اړیکې ټينګې کړي؛ تَرَى كَثِيرًا مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا» (مائده: 80). په همدې دلیل فرمائي؛ چې د یهودیانو دغه ډله د مسلمانانو د ترټولو بدو دښمنانو بت پرستو ترڅنګ ولاړه ده.؛لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا» (مائده: 82).