ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ارواښادامام حضرت آيت الله العظمی سید روح الله خمینی د پنځه دیرش کلن تلین په دستورو کې چې نن سهار دحضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې ترسه شوې، پخپلې وینا کې وفرمائيل،هر کال دغه لویه غونډه یوه مهمه موخه او د ایران د ملت د اړتیا وړ هدف لري او هغه دا دی ، چې د ارواښاد امام د یاد له نوي کولو او د هیواد داداره کولو اود هیواد د پرمختګ لپاره دهغه بزرګوار له درسه د استفادې او د اسلامی انقلاب دلوړو موخو د تعقیبولو لپاره استفاده وکړو چې د هغه په لیکنو او بیاناتو کې شته او د مونږ په اختیار کې دی یا د ارواښاد امام د شخصیّت له اړخونو څخه ګټه پورته کړو،دحضرت امام خمیڼي د بې مخینې غوره شخصیّت اړخونه دمونږ لپاره هر یو دهماغه لوي درس په معنا دي.
حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛ اوس هم مونږ د ارواښاد امام له نظره او د هغه د لید له پلوه غواړو،دوو هغو مهمو موضوعګانو ته چې د تیرې غبرګولې میاشتې راهسې تر نن پورې پيښې شوي ، یو څو جملې عرض کوم.په دغو دوو مسئلو کې یوه د فلسطین موضوع ده چې نن سبا ددنیا لومړنۍ موضوع باندې بدله شوې ده او په یوې لوئې ولسی حملې سره پیل شوې او په هغې پسې ئې تر نن پورې ځان ته ددنیا نظرونه متوجه کړي دی او او دا ئې ددنیا په لومړنۍ موضوع بدله کړې ده . دوهمه موضوع هم د مونږ د قدرمن او د یوه نعمت په بڼه دولسمشر نه هیریدونکي پيښې سره اړونده ده چې هغه هم ډیره لویه غمیزه ده او ډيرې داخلی او بهرنۍ پایلې لري. د مونږ د ولسمشر او د هغه د ملګرو شهادت د اسلامی انقلاب دتایرخ یوه مهمه مسئله حسابیږي چې هیڅکله هم د هیریدو نه ده. دغه دواړه موضوعګانې دي چې اوس د مونږ لپاره ډيرې مهمې دي او دا په راتلونکو انتخاباتو کې د ولس او ملت لپاره ډيرې مهمې دي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطین موضوع ته د ارواښاد امام دکړچار او توجه په ارزونې کې وفرمائيل؛ د اسلامی غورځنګ د پیلیدا له هماغه لومړنۍ ورځې راهسې حضرت امام خمینی د فلسطین د فلسطین په موضوع تکیه کړې او ځينی مطلبونه ئې بیان کړي دي ، وړاند وینې ئې کړي او د مسلمانو ملتونو او پخپله د فلسطیني ملت لارښونه ئې کړې ده هغه څه چې ارواښاد امام امام بزرګوار له پنځوسو کلونو مخکې راهسې د فلسطین دراتلونکي په بااټکل کړي وو، سوکه سوکه د پوره کیدا په حال کې دي. د فلسطین په مسئلې کې د ارواښاد امام دغه وړاند وینې یوه ډيره مهمه موضوع ده.
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل، البته په حضرت امام خمیني کې په پيښو کې د نظر دقت او دغه لرلید اووړاند وینه د فلسطین موضوع ته مخصوصه نه وه ؛ په ډيرو روانو او د دهیواد په مهمو پيښو کې د امام بزرګوار نظر ، دهغو کسانو دسترګو په وړاندې د ارواښاد امام دقیق نظر او وړاندې وینې چې دوي آوریدلې وې ،تحقق ئې وموند. ډير مثالونه ئې شته دي ، یو مثال ئې د غورځنګ له هماغو لومړنیو ورځو سره اړونده دی .په هغه ورځ چې د ارواښاد امام په رهبرۍ اسلامی غورځنګ خپل لومړنی ګام پورته کاوه او د قم په فیصیهّ حوزې کې طاغوتي رژيم د قم او تهران په واټونو کې هر یو حرکت په سختۍ او برې رحمئ سره ځاپه او په دغه شان شرائطو کې د مبارزانو شمیر ډیر لږ ؤ او مقابل لوری هم یو جابر او بې رحمه رژیم ؤ، هغه ورځ هغه بزرګوار مونږ ته په خطاب کې چې ځوان طلبه وو، وفرمائيل. دوي تلونکي دي ا تاسو پاتیکیږئ:::
دوي په دوام کې وفرمائيل؛ هغه ورځ ځيني کسان چې د مختفو هیوادونو د بحثونود مطالعې او څیړنو کونکی وو، په دغه شان څرګندونو ئې تعجب کاوه ،خو ارواښاد امام چې وئيل ،هغه پیښ هم شول .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې ووئيل، دفلسطین په قضیې کې امام خمینی په دغه لید سره قضیو ته وارد شو . هغه څه چې د فلسطین په باب کې دارواښادامام دغوښتې نتیجه اوخلاصه وه ، دا وه چې زړه د سازباز له خبرواترو سره ونه تړل شي. زړه ورپورې ونه تړي او هیله مند نشی دې ته چې د سازباز په خبرو اترو سره د فلسطینیانو مسئله حل کولی شي او یوې عادلانه نقطې ته رسیدلی شي. دا د ارواښاد امام د خبرو خلاصه وه . . هغه په دې اند ؤ چې باید دفسطین خلک پځپله دعمل په میدان کې خپل حق ترلاسه کړي اودښمن یعني صهیونیسټي رژیم شاتګ ته اړباسي او هغه کمزوری کړی او ددنیا ټول ملتونه په تیره بیا مسلمان ملتونه له فلسطینیانو څخه ملاتړ وکړي. امام بزرګوار تل تکراریوله چې که ملونه میدان ته وارد شي، او پخپله فلسطینیان اقدام وکړي، او عملی میدان ته ودانګي ،نو صهیونیسټي ريژم به شاتګ وکړي ا و اوس دغه پيښه رامینځةشوې ده او ټوله دنیا ګوري چې له امریکا رانیولې داروپا تر لسګونو هیوادونو پورې ،عام خلک ،پوهنتونوال ، محصیلین ، هنرمندان ، حتی زده کونکي هم راپورته شوي دی او د فلسطین د مظلوم ملت دچغو آوریدو سره د ا سرائيلي رژيم په خلاف چغې پورته کوي او داسې کومه ورځ نشته چې د امریکا په لسګونو پوهنتونونو،د انګلستان ، فرانسې جرمني، ایټالیا،کینیډا،جرمني او نورو هیوادونو په لسګونو ښارونو کې د فلسطین د مظلوم ملت او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په خلاف چغې پورته نشي.نو معلومیږي چې ځينی وجدانونه لا ژوندي دي او د مظلومیّت چغه آوری او ډيره زر به وي چې تورزړي صهیونیسټان او دهغو ړانده پلوی هیوادونه او حکومتونه او دهغوي په پل تلونکي غولیدلی واکوالان به پخپلو کړو پښمانه شي او د مظلومیّت چغې آوریدو ته به غاړه کیږدي.