IQNA

په مسجد النبی کې په یوې اونۍ کې د کابو ۸ میلیون لمونځ ګزارو شتون

14:28 - June 03, 2024
د خبر لمبر: 3489314
ایکنا -  مسجد الحرام ااو مسجد النبی عمومی تولیّت په تیرې یوې اونۍ کې په مسجد النبی کې د څه دپاسه اوه میلیون اته لکه حاجیانو او زیارتوالو د شتون خبر ورکړ.

ایکنانیوز د عاجل له قوله راپور راکړ، د مسجد النبی او مسجد الحرام  منجور په یوې اعلامیې کې  په تیرې یوې اونۍ کې په مسجد النبي کې د کابو اته میلیون حاجیانو د شتون  خبر ورکړ چې دغه شمیر هماغه راز په زیاتیدا دی.

د مسجد الحرام او مسجد النبی عمومی تولیّت  په دغې اعلامیې کې  وئيلي دي، چې په تیرې یوې اونۍ کې په مسجد النبی  کې څه دپاسه درې له څلور زره پنځه سوه شل سړیو او ښځو زیارتوالو په روضې شریفې کې لمونځ اقامه کړی دی. پر دې سربیره  په تیرې اونۍ کې  کابو دیارلس زره څلور سوه شپږ دیرش بوډاګانو او پرکوَټو کسانو ته هم خدمات رسول شوي دي. همداراز  په څو ژبو  سره ارتباطي خدماتو  کې د مختلفو هویّتونو کابو درط لکه درې زره اته سوه اویا کسانو ته ارتباطي خدمات هم رسول شوي دي او همداراز  یو لک اوه اویا زره پنځه سوه پنځوس ښځو اوسړیو زیارتوالو ته ډالۍ هم ورکړل شوي دي.

د مسجد الحرام او مسجد النبی  د عمومی تولیّت په وینا، په تیرې یوې اونۍ کې څه دپاسه درې لکه شپاړس زره  یو سل اولس زیارتوال  او حاجیانو ته میدانی لارښونې او ۶۹زره ۲۲۱ حاجیانو ته  په جومات کې ټرانسپورټي لارښونې هم شوي دي. پر دې سربیره څه دپاسه یول ک ۳۶ زره  او اته سوه  بوتله آب زمزم  او دوه لکه شپاړس زره  او ۵۲ مورده خواړه په مسجد النبی کې ویشل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4219675

captcha