ایکنانیوز د مقدسې دفاع او د اسلامی انقلاب د ملی میوزیم د نړیوالو چارو او عمومی اړیکو له قوله راپور راکړ، د حضرت امام خمینی د تلین د پنځه دیرشمې کلیزې په دستورو کې ګډون کونکو یوشمیر بهرنیو میلمنو د شهید سلیمانی د مقاومت د بیلګې ودانۍ او میوزیم اوه هالونه او ځينی برخې ولیدې او له مختلفو برخو له فعالیتونو خبر شول.
دغو میلمنو، ددغه میوزیم او د مقاومت د بیلګې ودانۍ له لیدو وروسته د اسلامی انقلاب په لومړنیو مرحلو کې او دغه راز د تپلی جنګ او له هغو وروسته له پرمختګونو، د مقاومت د جبهې قاداماتو او مجاهدتونو او هم په عراق او سورئې کې د داعش منحوسې او تکفیری ترهه ګرې ډلې له خباثتونو خبر کړئ شول.
د مقاومت د بیلګې ودانۍ او میوزیم چې اسلامی انقلاب او د مقدسې دفاع د ملی میوزیم ځیني برخې د اسلامی انقلاب د لیدتوګو په اساس ،د سلطې د نظام په واندې د مقاومت د روایت د سناریو په اساس ئې بڼه موندلې او د اسلامی انقلاب د اصولو په اساس او په مختلفو پړاؤنو کې او دغه راز د سپيڅلي دفاع ته کلن پړاو او په درستې نړۍ کې د مقاومت بهیرونو په باب روایتونه کوي.