IQNA

امام خمینی د اسلام د احیاء او د پيړۍ اتل شخصیّت دی

18:42 - June 04, 2024
د خبر لمبر: 3489320
ایکنا – د لویدیځي تمدن له برلاسي سره سره حضرت امام خمینی د پیړۍ یو اتل او مقاومت کونکی شخصیت دی  او دوی  اسلامی وراثتونه  احیاء کړي د ي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې یو کارپوه مهدي رضاد ؛په موجوده دوران کې دحضرت مام خمیني  د افکارو ارزول یو ضرروت؛ په عنوان سره  ایکنانیوز خبری آژانس ته د یوې مقالې په لیږلو سره وئيلي دي،حضرت امام خمینی  د ایران د اوسمهاله تاریخ  یو لوي انسان او دمستضعفینو او مظلومو خلکو د چغې پورته کونکی شخصیّت ؤ او په دې کې هیڅ شک نشته چې  هغه نامه  د اوسمهاله تاریخ سره نغښتې ده.

حضرت امام خمینی په اوسنۍ نړۍ  د لویدیځي تمدن له غلبې سره سره  د پيړۍ یو لوي  اسنان  او د اسلامی میراث د احیاء کونې لوي شخصیّت ؤ او دوي د اوسني انسان لپاره  یوه نوي لاره ټاکلې ده  او  دمفکرانو په وینا،  حضرت امام خمینی یوه نوی لاره پرانیستې ده ، د روحانیّت جارچي دی  او  د موجوده بې ورحه دنیا  لپاره یو نوی روح جوړ شوی دی.

 هغه وئيلي دي، د حضرت امام خمینی پر افکارو  او ژوند سربیره،د اسلامی انقلاب د ریښتو پیژندګلوي یقینا یو لا ښه علم دی  که مونږ د اسلامی انقلاب  ماډل او د هغو د اغیزو په باب پوهیدل غواړو نو حتما د اسلامی انقلاب د بنسټګر په افکارو پوهیدل د مونږ لپاره یوه اړینه چاره ده  او د اسلامی انقلاب د اتلانو د ژوند اوسیرت  مرحلو او د ژوند پړاؤنو مطالعه کول ضروري دي.د دنیا عمومی افکارو د پوهولو لپاره مونږ ته پکار ده چې پخپلو کارونو کې د ارواښاد امام افکار خپله بیلګه وګرځوو.

په دغې مقالې کې لیکلي دي ، د حضرت امام خمینی  په  لیدتوګې کې  د انسان عظمت له ورایه ښکاري. داسې خلک شته چې  د ملت او خلکو د خدمت کو نکي  ادعا کوی، خو  ترڅو چې خلک د هغه خدمت کوي ، نو هغه د خلکو لپاره څه ناڅه فکر لري،البته ارواښاد امام  په فکر او لیدتوګې کې  د انسانانو عظمت اولویوالی  له ورایه ښکاري او  دا د قرآن کریم  له نظرئې اخستل شوې  چاره ده  چې خداي تعالی  دهغه په آسماني کتاب کې فرمائي ؛ «وَ لَقَدْ کَرَّمْنا بَنی آدَمَ : په همدې خاطر د حضرت امام خمینی توکل پر خدای او د ولس په طاقت   دی او هغه  ولس د عزت او عظمت خاوند ګڼي.

هو! حضرت امام خمینی حکیم الامت او  الهي صوفی دی ، چې  د یوه شخصیّت په توګه ئې  په شلمې پيړۍ کې سوچه محمدي اسلام ژوندی کړ،د انقلابی ولس  په بصیرت سره ئې د اسلامی جمهوری  مقدس نظام بنیاد کیښود او په دې سره  ئې  په دنیا کې یو لوي  اسلامی انقلاب رامینځةکړ او  د توهم پرستۍ په نړۍ کې ئې  دمعنویّت او روحانیّت بنیاد کیښود.

https://iqna.ir/ur/news/3516511      

captcha