ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې یو کارپوه مهدي رضاد ؛په موجوده دوران کې دحضرت مام خمیني د افکارو ارزول یو ضرروت؛ په عنوان سره ایکنانیوز خبری آژانس ته د یوې مقالې په لیږلو سره وئيلي دي،حضرت امام خمینی د ایران د اوسمهاله تاریخ یو لوي انسان او دمستضعفینو او مظلومو خلکو د چغې پورته کونکی شخصیّت ؤ او په دې کې هیڅ شک نشته چې هغه نامه د اوسمهاله تاریخ سره نغښتې ده.
حضرت امام خمینی په اوسنۍ نړۍ د لویدیځي تمدن له غلبې سره سره د پيړۍ یو لوي اسنان او د اسلامی میراث د احیاء کونې لوي شخصیّت ؤ او دوي د اوسني انسان لپاره یوه نوي لاره ټاکلې ده او دمفکرانو په وینا، حضرت امام خمینی یوه نوی لاره پرانیستې ده ، د روحانیّت جارچي دی او د موجوده بې ورحه دنیا لپاره یو نوی روح جوړ شوی دی.
هغه وئيلي دي، د حضرت امام خمینی پر افکارو او ژوند سربیره،د اسلامی انقلاب د ریښتو پیژندګلوي یقینا یو لا ښه علم دی که مونږ د اسلامی انقلاب ماډل او د هغو د اغیزو په باب پوهیدل غواړو نو حتما د اسلامی انقلاب د بنسټګر په افکارو پوهیدل د مونږ لپاره یوه اړینه چاره ده او د اسلامی انقلاب د اتلانو د ژوند اوسیرت مرحلو او د ژوند پړاؤنو مطالعه کول ضروري دي.د دنیا عمومی افکارو د پوهولو لپاره مونږ ته پکار ده چې پخپلو کارونو کې د ارواښاد امام افکار خپله بیلګه وګرځوو.
په دغې مقالې کې لیکلي دي ، د حضرت امام خمینی په لیدتوګې کې د انسان عظمت له ورایه ښکاري. داسې خلک شته چې د ملت او خلکو د خدمت کو نکي ادعا کوی، خو ترڅو چې خلک د هغه خدمت کوي ، نو هغه د خلکو لپاره څه ناڅه فکر لري،البته ارواښاد امام په فکر او لیدتوګې کې د انسانانو عظمت اولویوالی له ورایه ښکاري او دا د قرآن کریم له نظرئې اخستل شوې چاره ده چې خداي تعالی دهغه په آسماني کتاب کې فرمائي ؛ «وَ لَقَدْ کَرَّمْنا بَنی آدَمَ : په همدې خاطر د حضرت امام خمینی توکل پر خدای او د ولس په طاقت دی او هغه ولس د عزت او عظمت خاوند ګڼي.
هو! حضرت امام خمینی حکیم الامت او الهي صوفی دی ، چې د یوه شخصیّت په توګه ئې په شلمې پيړۍ کې سوچه محمدي اسلام ژوندی کړ،د انقلابی ولس په بصیرت سره ئې د اسلامی جمهوری مقدس نظام بنیاد کیښود او په دې سره ئې په دنیا کې یو لوي اسلامی انقلاب رامینځةکړ او د توهم پرستۍ په نړۍ کې ئې دمعنویّت او روحانیّت بنیاد کیښود.