IQNA

د قطر د ماشومانو او د ښونځيو د زده کونکو قرآن کریم د حفظ سیالۍ پاي ته ورسیدې

8:08 - June 08, 2024
د خبر لمبر: 3489343
ایکنا – د قطر د لوړو زده کړو او د ښودنې او روزنې وزارت د کمبریج ښونځیو په ملګرتیا سره ددغه هیواد د خصوصي ښونځیو او وړکتون  د  ماشومانو  د قرآن کریم د حفظ د سیالیو د لومړني پړاؤ پایزې دستورې ترسره کړې.

 ایکنانیوز د مرسل قطر له قوله راپور راکړ، د ؛ ولولئ،پورته شئ، او تلاؤت وکړئ ؛ په عنوان سره د قطر د  وړکتونونو او ښونځيو  د قرآن کریم د حفظ سیالۍ،د الازهر شریف او د قطر د  اسلامی چارو او اوقافو دو زارت د قاضیانو د کمیټې د قوانینو په اساس  او  د ۱۸۲ خصوصي وړکتونونو او ښونځيو  د یو زر یویشت زده کونکو په ګډون سره ترسره شوې.

د قطر د ښونې او روزنې د چارو مرستیال وزیر عمر عبدالعزیز ددغو سیالیو په باب پخپلې وینا کې ووئيل، دغه سیالۍ د قرآن کریم د حفظ لپاره په وړکتونونو او ښونځیو کې د زده کونکو زلمیانو  او ماشومانو  دهڅولو په موخې سره  ترسره شوې او  ددغو ماشومانو  په راتلونکي کې به غوره رول ولوبوي .

ددغو دستورو په پاي کې  عمر عبدالعزیز النعمة د دغو سیالیو  د ټول قرآن د حفظ  له ډلې، د ۱۵ ، لسو  ، د پنځو او دغه راز د دیرشمې سپارې د نیمې برخې د حفظ  له ډلې د ټولو ۵۰ غوره انجونو او هلکانوڅخه،  او دغه راز د  هیواد د مختلفو  وړکتونونو او ښونځیو  له ممتازو ۳۵ ګډون کونکو څخه قدرونه او ستاینه وکړه.

اختتامیه مسابقات حفظ قرآن کریم مدارس و مهدکودک‌های قطر
اختتامیه مسابقات حفظ قرآن کریم مدارس و مهدکودک‌های قطر

https://iqna.ir/fa/news/4220266/

 

captcha