ایکنانیوز راپور راکوي، بلاخره په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم له اته میاشتني جنګ وروسته ، د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډې کې د ۲۷۳۵ پریکړه لیک په عنوان سره په غزې تړانګې کې د اسرائيلو د ژغورلو لپاره د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د وړاندیزي اوربند پلان تصویب شو.
دغه پریکړه لیک د ملګروملتو د امنیت شورا په پرون ناوخته ناستې کې له کوم مخالفت پرته او د روسیې له خوا د یوې سپيینې راي او په نورو څوارلسو مثبتو رایو سره تصویب شو. د امریکا متحده ایالاتو په امنیت شورا کې ددغه پریکړه لریک د تصویبیدا په باب وئیلي دي ،که حماس دا ومني ،نو امریکا به تضمین وکړي چې اسرائيل دغه پریکړه لیک ته پابنده ووسي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن وړاندیزي پریکړه لیک په درو مرحلو مشتمل دی. په لومړۍ مرحلې کې به د شپږو اونیو لپاره بشپړ اوربند ټینګ شي او په دې وخت کې به فلسطینیو بندیانو سره اسرائيلي بندیان مبادله شي. په دغو شپږو اونیو کې د صهیونیسټ رژیم پوځ د غزې تړانګې له ډیر نفوس لرونکو سیمو څخه ووځي او غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ د مرستو له واریدیدا سره په یووخت ، فلسطیني کډوال هم باید خپلو هستوګنو سیمو ته بیرته وګرځي.
په د وهمې مرحلې کې هم له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټ رژیم د پوځ بشپړ وتل او د ټولو بندیانو خوشی کیدا شامله ده . په دریمې مرحلې کې هم ټاکل شوې ده ،غزې تړانګه په څو کلونو کې بیا ورغول شي.
د ډيرو په وینا، دغه درې مرحله ایز پلان د غزې د اور بند لپاره امنیت شورا ته له وړاندې شوو پریکړه لیکونو سره څه خاص توپیر نه لري.
د فلسطین د مقاومتي چورلیز مبارزو ډلو په یوې ګډې اعلامیې کې وئیلي ، اوس ددغه پریکړه لیک د اجرا مسئولیّت له اسرائيلي لوري سره دی،مونږ نه غواړو، حتی د غزې تړانګې یوه چَپه خاوره د اسرائيلي پوځيانو په کنټرول کې پاتې شي.
د فلسطین مقاومتي او مبارزو ډلو په دغې اعلامیې کې وئيلي دي، د ملګروملتو په امنیت شورا کې د تصویب شوي هغه پریکړه لیک چې په غزې کې د دایمی اوربند،له دغې تړانګې د نیواکګرو پوځیانو د بشپړ وتلو ،د بندیانو د مبادلې ، د غزې د بیا رغونې ، او خپلو هستوګنو سیمو ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدا او د غز ې تړانګې د مساحت له کمیدا یا د نفوسو د جوړښت له هرډول بدلون سره د مخالفت او د انسان دوستۍ د مرستو د واریدیدا ضمانت وکړي ، هرکلی کوو.
د فلسطین کورواکه تشکیلاتو هم په یوې اعلامیې کې د دغه پریکړه لیک د مسودې هرکلی کړی او وئیلي ئې دي چې مونږ د هر هغه پلان چې په غزې کې د جنګ د فوری دریدا او د فلسطیني ټاټوبی د یووالی او وحدت د ساتنې سبب شي،هرکلی کوو. دا ټول په داسې حال کې دي چې په تیرو اتو میاشتو کې متحده ایالاتو په کرتو په غزې کې د اور بند لپاره د ورته پریکړه لیکونو د تصویبیدا مخه نیولې وه .
له غزې د وحشي صهیونیستي رژیم دپوځ بشبړ وتل ، خپلو هستوګنو سیمو ته د فلسطینیو کډوالو بیرته ستنیدا او د غزې بیا رغول او د تیریګرو نیواکګرو رټل د فلسطینیو مبارزو ډلو دغوښتو اصلي اصول دي چې هماغه پیله ئې د اور بند د خبرواترو دوام د وحشي صهیونیسټي رژيم او د هغو د ملاتړې امریکا له خوائې له منلو سره مشروط کړي دي.