IQNA

له فلسطین سره د نړۍ د باضمیره خلکو ملاتړ او خواخوږي هماغه راز دوام لري.

6:46 - June 12, 2024
د خبر لمبر: 3489369
ایکنا - په غزې تړانګې کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې په ضد نړیوال اعتراضونه دوام لري

ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپورراکړی ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم دنسل وژنې په ضد مظاهرې او اعتراضونه  دنړۍ په مختلفو هیوادونو کې هماغه راز دوام لري.

 دغه راز راپورونه ښئ، د هالینډ،تیونس،امریکا،بریتانیا،اسپانیا،فراسې،ایتالیا،کنییډا، جرمني ، مراکش او پاکستان پشمول د نړۍ  په مختلفو هیوادونو کې   د فلسطین او غزې تړانګې  د ملاتړ لپاره  مظاهرې شوي دي.

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین دملاتړو مظاهره چیانو په غزې تړانګې کې  په تیره بیا په النصیرات  کډوالو کیمپ کې  د صهیونیستي  جنایتکار رژیم د وحشي ډوله جنایتونو په محکومولو او د  فلسطین دبیرغ په رپولو سره  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي غاصب رژیم  د جنګ ددریدا غوښتونکي شوي دي .

د امریکا او لویدیځي هیوادونو په هراړخیز ملاتړونو سره  د څه دپاسه اتو میاشتو  په تیریدا سره د وحشي  اونسل وژونکی صهیونیسټي رژيم  د فلسطین د مظلوم او بې دفاع  خلکو په ضد په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې پراخې وژلې  کوي  چې د  فلسطین دغزې د روغتیائي چارو د وزارت د  وروستۍ اعلامیې په اساس، د تیر کال په اکتور کې  د صهیونیسټي رژيم  په وحشي ډوله بمباریو او توغندوي  حملو له وخت راهسې تر دې دمه ۳۷زره  اویا فلسطینیان شهیدا او  او ک ابو ۸۵زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي . د فلسطینیانو په حق کې د وحشی صهیونیسټي رژیم  جنایتونو د نړیوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  خلک، مختلف حکومتونه او نړیوال  اورګانونه  د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې  راپورته شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې په درستې نړۍ کې د فلسطیني ملت ملاتړو او باضمیره خلکو  د مظاهرو  او اعتراضونو په ترسره کولو سره   د غزې تړانګې د بې څوکه خلکو په ضد د  جنایتکار صهیونیسټي  رژيم  وحشي ډوله اقدامات او جنایتونه په سخته محکوم کړي دي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4221055

captcha