IQNA

متحده عربی امارات په هند کې ۵جوماتونه جوړوي.

10:14 - June 13, 2024
د خبر لمبر: 3489376
ایکنا -  د شارجې د خیریّه ټولنې مدیر محمد عبدالرحمن آل علی په هند کې د ۵جوماتونو د جوړولو لپاره ددغې ټولنې د پروګرام خبر ورکړ.  

ایکنانیوز د  شارجه ۲۴ له قوله راپور راکړ د شارجې د خیرّیه ټولنې مدیر محمد عبدالرحمن آل علی په وینا ددغو جوماتونود جوړیدا لګښت  دخیرّیه مرستو په غونډولو سره ترسره کیږي او د شارجې خیرّیه ټولنه د مالی مرستو ترلاسه کول له هغو کسانو چې د؛جوماتونو جوړولو؛ له پلان څخه  ملاتړ ته ګروهمن دي، پیل کړې ده. دغه غونډول ، د؛ په زی الحجې کې لس ورځې؛ د نوښت په عنوان سره  ترسره کیږي او موخه ئې په هندوستان کې د ۵ جوماتونو دجوړولو لپاره د کابو دوه لکه درهمو غونډول دي.

دغه مرستې د خیریّه ټولنې د هغو خیریه اپلیکشنونو له لارې غونډیږی چې په وروستیو کلونو کې د خیریه چارو لپاره پراخ شوي  دي، ۵ هغه جوماتونه چې ټاکل شوې ده جوړ شي،  د ۳۶۵ لمونځ ګوزارو  ظرفیّت به ولري او هر جومات  د ۷۳ لمونځ ګوزارو ظرفیّت لری، دا جوماتونه د هند په هغو لیرې پراتو  کلیوالو سیمو کې جوړیږی چې  مسلمانان ئې جوماتونه نه لري.

په وروستیو کلونو کې دهند مسلمانان ددینی مرکزونو په تیره بیا  په کلیوالو سیمو کې د جوماتونو  له کمښت سره مخ دي، له بل پلوه هندي افراط پال حکومت هم د مسلمانانو په ضد په تیره بیا د نوو دینی مرکزونو او جوماتونو د جوړولو په زمینې کې  پراخ محدودیتونه رامینځةکړي دي.

دهند ډيری تاریخی جوماتونه هم د افراطي هندوانو( البته د هندوستان د افراطي حکومت په مټ) د ړنګیدا له ګواښ سره مخامخ دي.د زوړپالو هندوانو افراطي ډلې  ادعا کوي چې د مسلمانانو ډير جوماتونه په حقیقت کې د هندوانو د هغو درمسالونو په کنډوالو جوړ شوی دی چې د مسلمانو امپراتوریو د حکومت په پړاؤ کې  په زوره ړنګ شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4220983

captcha