IQNA

15:25 - June 15, 2024
د خبر لمبر: 3489384

 په غزې تړانګې کې لس صهیونیسټي پوځیان هلاک شول

ایکنا - اسرائيلي رسندویو په غزې تړانګې کې په دوو جلاجلا پیښو کې د لسو صهیونیسټي عسکرو د هلاکت خبر ورکړی دی.

 په غزې تړانګې کې لس صهیونیسټي پوځیان هلاک شول

ایکنانیوز دتسنیم له قوله راپور راکړ،عبری ژبې ؛هداشوت بزمان؛  انټرنیټي سایټ  راپور ورکړی دی چې په غزې تړانګې کې د اسرائيلی رژيم د یوه پوځي ګاډي باندې د ټانک ضده توغندي د لګیدا  له امله اته سرائيلي پوځیان هلاک  او سوځیدلي دي.

له دې سره په یووخت ،ددغو هلاک شوو پوځیانو د مړو د منتقلولو لپاره  دصهیونیسټي  چورلکو د د کیښناستو خبرونه هم خپرۀ شوي دي.

له بل پلوه د اسر ائيلي رژيم رسندویو  هم راپور ورکړی دی،داسې ښکاري چې په غزې کې د دغه رژيم دپوځ په یوه  ګاډي باندې بم  چاود شوی او له امله ئې یوشمیر کسان ټپیان شوي دي.

څه  وخت وروسته د  اسرائيلي رژيم رسنیو  راپور ورکړ چې  په  دغه پوځي ګاډی  چاودنې کې هم دوه صهیونیسټي پوځیان  وژ ل شوي دي . دغه خبر د اسرائيلي پوځ له خوا لا تائيد شوی  نه دی. په عین حال کې  اسرائيلي رسندویو په پراخ ډول  دغه  خبر ته پوښښ و رکړی دی.

له بل پلوه د حماس غورځنګ  القسام پوځي کنډکونو وئيلي دي، د غزې تړانګې په جنوب کې  په واقع رفح لویدیځي برخې کې ئې  په السعودي کوڅې کې د صهیونیسټي رژيم د پوځ یو  ډی -۹ ډوله بولډوزر  په یاسین -105 ډوله توغندي سره ویشتی دی.  په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، همداراز د سریایا القدس سنایپر په  شیشت کې یو صهیونیسټي پوځي ورغلی او په ټکه  ئې هلاک کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/03/26/3104497

captcha