IQNA

په مسجد النبي کې په اوړي کې د قرآن کریم د زده کړې پړاؤ

14:08 - June 22, 2024
د خبر لمبر: 3489413
ایکنا – د عربستان د حرمین شریفیّن په چارو د غور ادارې  په مسجد النبی کې په اوړي  کې  د  قرآن کریم د زده کړې د پړاؤ د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

 

 

ایکنانیوز د سبق له قوله راپور راکوي،د حرمیّن شریفیّن د چارو ارزونکی ادارې په اوړي موسم کې په مسجد النبی کې د قرآن کریم د زده کړې د پړاؤ د ترسره کولو خبر ورکړی دی.د اوړي په موسم کې ددغه پړاؤ ترسره کیدا چې میرمنو او سړیو ته ځانګړی دی، د تلاؤت، حفظ، مراجعې،د حفظ د اجازې او د پرکوَټو په پنځو برخو کې ترسره کیږي.

د حرمین شریفّین په چارو د ارزونې د ادارې مسئولانو په وینا،د مسجد النبي څانګه، دغه پلان د ذی الحجې له ۲۵ پیلوي او د محمرم تر ۱۹ نیټې پورې له سهار لمانځه وروسته تر سهار اتو رانیولې ترنهه نیمو پورې او د مازدیګر هم د مازدیګر له لمانځه وروسته د ماښام  لمانځه تر مخکې پورې  ترسره کیږي.

 په مجسد النبی او مسجد الحرام کې د مختلفو قرآنی  پړاؤنو د قرآن کریم د زده کړې د پړاؤنو د فعالیت روڼتیا د قرآن کریم د تلاؤت او حفظ د زده کړې د انټرنیټي کړیو د فعالیتونو ترڅنګ د وبینار له لارې د کړیو ترسره کیدا یو هغه ترټولو مهم بدلون دی چې په وروستیو کلنو کې په حرمیّن شریفیّن کې د قرآني فعالیتونو په زمینې کې ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4222507

captcha