IQNA

یهود په قرآن کریم کې

په معاد باندې بې اعتقادي او مادي پالنه

13:28 - June 23, 2024
د خبر لمبر: 3489418
 په تورات کې له مرګه وروسته د ژوند تصوّر(یعنی پنځه کتابونه؛ زیږون،خروج،لیویټیکس،شمیرن او ډیو ټرونومي) مبهم دی او  له معاد  او قیامت سره اړونده مفکورې لپاره هیڅ داسې ټکی او کلمه نشته.

تورات  یو ترټولو اصولی دینی معارف یعني معاد په کلي توګه هیر کړی او دهغه په باب ئې هیڅ خبره نه ده کړې.د څيړاندو په اند،هغه ثواب چې  د عتیق دعهد په متن کې وربندې ټينګار شوی دی ، او په خیرات او نیکو کارونو باندې عمل کونکو ته په دې باب ځيری ورکړل شوی دی،زیاتره د نیوي ثواب او د غنمو، د کرهڼیزو محصولاتو د انګور د رونټیا(البته د شرابو) او د یهودیانو د دودیز برکت یعني د سیلو دبرکت او نباتي غوړو په څير جایزې دي.

په همدې ترتیب ، د بنی اسرائيلو مجازات پر قخطۍ او کډوالۍ او ناروغۍ او د پر جنګ او دښمنۍ او په بشپړ توګه   پر دغې نړۍ  ئې تمرکز کړی دی. پر دې اساس، دعتیق په ټول عهد کې حتی یوه فقره یا جمله  په اخروي جایزې په جوت او  روښانه توګه  نه ده وئيل شوې ، او پههمدې خاطر د یهودیّت  د صدوقیانو لویه فرقه  اساسا د قیامت په ورځ او د مردګانو په بیا ژوندي کیدا هیڅ اعتقاد نه لري.

 البته د قرآڼ کریم په آیتونو کې  په یهودیانو کې په معاد د باؤر له شتونه پرَده پورته  کیږي. په بله معنا په یهودیانو کې پر معاد باؤر دود شوی  او د هغوی په آسماني کتابونو کئ ئې هم ذکر شوی دی. د قرآن کریم آیتونه په دې زمینې کې  په درو برخو ویشل کیدلی شي؛ هغه آیتونه چې د حضرت موسی په کتاب کې د آخرت  او  جایزې او سزا په باب پکې خبرې شوي دي؛ هغه آیتونه چې په هغو کې حضرت موسی د آخرت ذکر کیږي او هغه آیتونه چې د  آخرت په باب د یهودیانو له خولې نقل شوي دي.

 په هغو کې یو د قرآن کریم په اعلی سورې له ۱۶تر ۱۹ آیتونو کې وئيل شوي دي ؛ إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ» (توبه: 111). یا د اعلی سورې په وروستیو آیتونو کې  هم لولوو،؛ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى إِنَّ هذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى» (اعلی: 16-19).

له دې امله  پر مادې باؤر لرل(Materialism)په بنیادي توګه په یهود پالنې تفکراتو کې  او د هغوی ددیني متنونو په زده کړو کې نغښتي دي. داسې چې حتی د خدای تعالی په باب  هم د انسانی وګړو او نورو مادی شیانو په څیر یا حتی  د ځان لباره د یوه عجیب او غریب  موجود تصورّ کوي. هغه خدای چې  د انساني نازلو وړتیاؤ او ظرفیّتونو ته محدودیږي. د مثال په توګه لولوو؛  د هغه (خداوند)له پوزې دود او لوګی پورته شوی او  دهغه له خولې سوځونکی اور راووځي  او ورڅخه سرې سکوروټې ځوړندې وي  او آسمانونه ئې راټيټ کړي او  تر پښو لاندې ئې تورتم وي . پر کروبیّن سور شوی  او الوت کوي او د باد پر اوږو رابرسیره کیږي( دوم سموئیل / ۲۲- ۹ تا ۱۲).   

captcha