IQNA

د حج قرآنی کاروان  له ټولو ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره هڅه کوي

12:28 - June 25, 2024
د خبر لمبر: 3489435
ایکنا -  د حج قرانی کاروان سرپرست ددې خبرې په کولو سره چې حج اسلامی نړۍ ته د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني ظرفیّتونو د ورپيژندنې  لپاره  یو لوي فرصت دی ووئيل، په مکې مکرمې او مدینې منورې کې د کاروان دغړو تلاؤتونه   د نورو هیوادونو د حاجیانو دحیرانتیا سبب کیدل او دایرانیو قاریانو د توانمنیو تر دومره لوړې سطحې باندې ئې باؤر نه درلود.

د حج تمتع  لپاره د لیږل شوي قرآني  نور کاروان سرپرست علی صالحي متین  ایکنانیوز سره په خبرو کې په مکې او مدینې ښارونو کې د شتون په شپو ورځو کې د کاروان د فعالیتونو په باب د یوه راپور په وړاندې کولو سره  ووئيل، په نور قرآني کاروان کې  په  ۳۵کلنئ مینځني عمر سره شل قاریانو باندې مشتمل دی.

د قرآن دعالی شورا د زده کړې اوارزونې د برخې مدیر زیاته کړې ، د قرآني کاروان غړي  په یوه لس ورځني سفر کې  مکې او مدینې ته لیږل شوي دي. عربستان ته له لیږد وروسته یولس قاریان مدینې او نهه قاریان هم په مکې کې دیره شول  او هماغه شان  اټکل شوو ،پروګرامونو  په اجرا بوخت  دي . دغه شل کسیز قاریانو اوحافظانو پلاوی د یولسو ولایتونو نمایندګان لری ، چې په ټول کې ددرست ایران نمایندګي کوي.

د ټول قرآن کریم دغه حافظ روښانه کړې ده؛ اټکل شوي پروګرامونه په څو برخو ویشل شوي چې د رهبرۍ د بعثې  له خوا له مخکې ټاکل شوو او رسمي پروګرامونو برخه وو چې  د اهل سنت د مدیریّت او نړیوالو چارو مرستیالۍ ،کلتوري مرستیالۍ له خوا پلان شوي وو او د قرآني کاروان د وګړو  ددیره کیدا ځاي پشمول  په مختلفو پروګرامونو په اجرا او دغه راز ئې د نورو  هیوادونو د حاجیانو په ټول کې هم خپل پروګرامونه وړاندې کړل

صالحي متین پخپلو خبرو کې ووئيل په مسجد النبی ، مسجد الحرام او نورو متبرکو ځایونو کې په قرآنی کړیو کې  د نور قرآڼی کاروان د قاریانو شتون  او د پروګرام اجرا کول او د تلاؤت دغه سویه او انداز  د بهرنیو حاجیانو د حیرانتیا سبب کیدل  او حتی باؤر ئې نه درلود چې ایرانیان هم ترې حده په ښکلي او ښه انداز سره  قرآن کریم لوستلی شي.  دغه پروګرامونه تر دې حده جذاب او  په زړه پورې وو چې  بهرنیو حاجیانو په کرتو د ایرانیو قاریانو  او حافظانو په خدمت کې ډالۍ وړاندې کړې  او ورسره ئې خبرې کولې او ورته ئې بلنې ورکولی چې ددوي هیواد په لور ورشي.

په مدینې او مکې مکرمې کې هڅه شوې ده چې  ددغه کاروان د وګړو د تلاؤت او د پروګرامونو اجرا ریکارډ کړي چې په ډير زیار او هڅو سره د تلاؤتونو  کابو دوه سوه برخې ریکارډ شوي  دي.

https://iqna.ir/fa/news/4222827

captcha