IQNA

د امریکا پولیسو  د سترمنو میرمنو بې احترامي کړې ده

6:41 - June 26, 2024
د خبر لمبر: 3489437
ایکنا - نیشن خپرونې په یوه مطلب کې روښانه کړې ده چې د امریکا پولیسو  د  د سترمنو  او مسلمانو میرمنو دخصوصي حریم په خلاف ورزۍ سره د فلسطین د ملاتړو  مظاهرو  په ځپنې کې ،دوي د خپل سکارف او ټیکري لیرې ولو ته اړکړي دي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  دامریکا ؛نیشن  ؛ خپرونې  د یوه راپور په خپرولو سره  لیکلی دي ،  چې د امریکائي پولیسو په وسیله په درستې امریکا کې  دمسلمانو ستر منو میرمنو دحجاب بې احترامي  کیږي.

په دغه راپور کې وئيلي شوي دي،  د اوهایو  ایالتي پوهنتون محصیلینو د یوه کمپاین په  پیلولو سره له پوهنتونه غوښتي  چې  داسرائیلي رژيم په ملاتړو شرکتونو کې دې له خپلو پانګونونو ډډه وکړي.

داپه داسې حال کې د ي چې    پولیسو د دغه پوهنتون یوه محصیله سُمیّه  حمد ماد  سره له دې چې  د مظاهره چیانو په ټول کې  ئې شتون نه درلود،نیولې او فرانکلې کانټي زندان ته ئې منتقله کړې ده او  ورڅخه ئې پلټنې کړي  او له  هغې ئې غوښټي  څو خپل حجاب لیرې کړي.

په دغه راپور کې دغه راز وئيل شوي دي،د  حجاب او سکارف  د بیرته ورکولو لپاره د هغې له  غوښتو سره سره  دهغې غوښتنو ته هیڅ توجه  ونه شوه او تر ۱۲ ساعتونو پورې  هغه د سکارف  او حجاب له اچولو محرومه کړه .

نیشن خپرونې پخپل راپور کې وئيلي دي،د فلسطین په ملاتړو مظاهرو کې د ګډون کونکو مسلمانو میرمنو په ضد د پيښو زیاتیدا، د امریکاد جنائي سسټم  کمزورۍ او ناکامۍ رابرسیره کوي. حجاب یو دینی سمبول دی او میرمنې ورڅخه د خپل دین د اصولو په اساس ورڅخه د خپل سر د پټوَلو لپاره استفاده کوي  له مسلمانو میرمنو ددغه اختیار سلبیدا  د دوي سپکاوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4223281

captcha