د اربعین د زده کړې کلتوری کمیټې د قرآنی کاري ډلې مسئول سید محمد موجاني ایکنانیوز سره په خبرو کې د هغو اقداماتو په باب چې دغه کاري ډله ئې ترسر کوي،ووئيل؛ د اربعین د کلتروی کمیټې او د اربعین د کلتوری فعالیتونو د متولی په توګه د اربعین زده کړې او کلتوری کمیټه هر کال ډول ډول پروګرامونه پلانوي چې له هغو یو ترټولو مهم ئې قرآنی پروګرامونه دي.
هغه زیاته کړه، کابو لس کلونه کیږي چې د اربعین په وخت د ایران قرآنی کاروان عراق ته لیږدول کیږی څو په نجف،کربلا او د اربعین د لاریون په لارو کې او په مختلفو موکبونو کې د قرآني پروګرامونو اجرا وکړئ شي.
موجاني روښانه کړې ده، د خدای په مهربانۍ سره په تیرو کلونو کې دغه پروګرامونه ډير په زړه پورې او ولولناک او لا فعال ترسره شوي او خلک ددغو پروګرامونو لیواله دي، د اربعین په موسم کې تل مختلف موکبونه په دغو ځایونو کې د قرآنی پروګرامونو د اجرا لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني ویاړمنو د شتون غوښتې کوي.
هغه اربعین ته د لیږونکو د ایران د اسلامی جمهوریت په قرآنی کاروان کې د نامو د ثبتولو لپاره د قاریانو ،حافظانو او همداراز د قرآن کریم د یوځاي تلاؤت او نعتونو او د مداحۍ ډلو ټپلو د نامو د ثبتولو د دعوت د خپریدا خبر ورکړ او وې وئيل؛ په دغه کاروان کې د شتون لپاره د نامو ثبتول د چنګاښ له شپږمې پيل شوي دي او د چنګاښ د میاشتې تر شپاړسمې پورې به د https://alarbaeen.ir/fa/forms/۵ ویب پاڼې ته د مراجعه کولو له لارې دوام ولري.