ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ دانتخاباتو څوارلسم پړآؤ د رایو اخستنې د پاکستان داسلام اباد پشمول په پنځو ښارونو کې په دغه هیواد کې د دیره ایرانیانو په ولولناک او پرتمین شتون سره نن سهار اته بجې پیل شوي اوتر لسو ساعتونو پورې به دوام ولري.
په راپور کې وئيل شوي دي ، پاکستان په اسلام اباد،پيښور ، کویټه لاهور او کراچۍ ښارونو کې د ایران په کونسلګریو کې دغه رای اخستنې پيل شوي دي او بې له ځنډه به تر مازدیګر شپږو بجو پورې دوام ولري.
په پاکستان کې دیره ایرانیان د ایران له نورو میلیونونو راي ورکونکو سره یو ځای د خپلې خوښې ولسمشر ټاکي او په دې کار ویاړي.
په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضاامیر مقدم نن سهار وختي په لومړنیو شیبو کې په اسلام اباد کې د ایران په سفارت کې خپله رایه صندوق ته واچوله ،او په پاکستان کې دیره پر درستو ایرانیانو ئې غږ وکړ چې له خپل اساسی حقه دې استفاده وکړي او د خپلې خوښې ولسمشر ټاکلو لپاره دې رایه واچوي.