IQNA

د حرم په مدافعانو کې؛ په دیني اصولوباندې ژور اعتقاد؛یوه بې مخینې ښکارنده ده

12:05 - June 29, 2024
د خبر لمبر: 3489453
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود روښانه کړې ده،د حرم په مدافعو ځوانانو کې ؛په دیني اصولو باندې ژور اعتقاد؛ ، صفا،شجاعت،سرښیندنه او اخلاص ، یوه حیرانونکي او بې مخینې ښکارنده ده چې د لویدیځوالو او لویدیځ پالو تیروتني تحلیلونه ئې نندارې ته وړاندې کړل او دا موضوع له الهي او د اهل بیت علیهم السلام له عنایاتو او مهربانۍ پرته نه شول رامینځةکیدلی.

د حرم په مدافعانو کې؛ په دیني اصولوباندې ژور اعتقاد؛یوه بې مخینې ښکارنده دهد حرم مدافعان، د ایران او سیمې ژغورونکي دي د اسلامی انقلاب  ستر لارښود حضرت آیت ا...  العظمی سید علی خامنه ايد حرم  د مدافعانو و مقاومتی شهیدانو  دنړیوال کانګرس د ترسره کونکو کمیټې  له غړو سره په کتنې کې ، د حرم مدافعان  یوه حیرانونکي ښکارنده او د اسلامی جمهوری نظام د نړۍ لید یو مظاهر وبلل او ټينګار ئې وکړ،  د حرم د مدافعانو په چوکاټ کې  له مختلفو ملیّتونو سره د ځوانانو شتون  وښودله ، اسلامی انقلاب له څلورو لسیزو وروسته، د  انقلاب د  هماغه لومړنۍ ولولناک او حماسي  رول   لوبونې په څير قدرت  لري.

 حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د بریالیتوب په لومړیو کښې د خپلې  شخصي  جذبې او عاطفي حماسې په راژوندي کولو کښې د اسلامی انقلاب د  توان مظاهر ،د حرم د مدافعانو د حرکت  یو اړخ وبالۀ او زیاته یې کړه؛د هغو ځوانانو شتون چې  حضرت امام خمیني  او  د مقدسې دفاع پړاؤ ئې  نه دی  لیدلی ، دحرم ددفاع لپاره،د هماغه  څلور لسیزو مخکې   انقلابی او دیني انګیزو  په توان  رابرسیره کولو کې د اسلامی انقلاب   یو عجیبه  قدرت توان ښئ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په هغو  هیوادونو کې د حرم د مدافعو مبارزانو شتون چې دښمن  دهغوی لپاره ډیره خطرناکه  نقشه پلان کړې وه،  د اسلامی انقلاب  د نړۍ لید یو مظاهر وبالۀ او وې وئيل، دښمن  پخپلې پلانونې کې نیّت درلودد سیمې په نیولو  او  په یوۀ وخت په ایران  د سیاسی او اقتصادي  او همداراز عقیدتي او مذهبی  دباؤنو په واردولو سره ، اسلامی نظام له مینځه یوسي،خو  یو شمیر ایمانداروځوانانو  د اسلامی ایران په مرکزیّت سره،د استکبار دغه ډيره لګښتي نقشه  له ماتې سره مخ کړه.

دوي همداراز د داعشي تشکیلاتو او له دوي سره د هغو همغږه ډلو ټپلو  غیر انساني او بې رحمه او ځيږ ماهیّت ته په اشارې سره  چې  دامریکا او لویدیځ په تبلیغاتي او وسلوالو ملاتړونو سره راپنځول شوي وې ، ووئيل؛ ددغو تشکیلاتو موخه ، د سیمې په تیره بیا د ایران ناامنه کول ؤؤ خو د حرم مدافعانو  دغه لویه خطره شنډه کړه.

حضرت ایت ا...  العظمی سید علی خامنه اي  دغزې د خلکو په دفاع کې د امریکا د پوهنتونونو  د محصیلینو حرکت، په دنیا کې  د پاکو وجدانونو د شتون یوه نمونه وبلله او  زیاته ئې کړه ، مهمه داده ، د حرم ددفاع دغه پیغام چې په حقیقت کې  د انسانیّت له آرمانونو څخه د فاع ده ،په دنیا کې  د پاکو وجدانونو غوږونو ته ورسیږي.

د حرم د دفاع کونکو او مقاومتي شهیدانو  نړیوال کانګرس  دترسره کونکي کمیټې له غړو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د  معظم لارښود د وینا متن  چې د جون په نولسمه نیټه ترسره شوې وه ، نن  په مشهد کې د امام رضا  په سپڅلي حرم کې د دغه کانګرس په ترسره کونکي ځاي کې خپره شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4223927  

captcha