ایکنانیوز راپور راکوی، د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په پنڅمه او د غدیر خم د نیکمرغه اختر سره په یووخت ، له قرآن کریم سره د انس محفل په فاطمةالزهرا(س) امامباړې کې د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې د مدیرانو په شتون سره ترسره شو او په یوې برخې کې ئې د ایران یوه نړیوال قاري سید محمد حسیني پور دکلام الله مجید د څو آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
حسینی پور پهدغه قرآنی محفل کې د تحریم سورې له لومړي تر پنځم آیت پورې او د بینه مبارکې سورئې له اوم تر اتم پورې آیتونو تلاؤت وکړ، چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.