همدا یوه میاشت مخکې له کورنۍ او کوره ترسلګونو کلومیټرو لیرې د فارس خلیج د پورې غاړې د عمان د مسقط ښار په یوه هوټل کې ،یوه ایراني ځوان د خپل شکلنئ زیږیدا شمع پوو کړه ، او څو هیلې ئې په زړه کې تیرې شوې.
څوک نه پوهیږي چې هغه هیلې څه وې ،البته شاید که هغه ورځ پوهیدلی، ټاکل شوې ده دعربستان هیواد د قرآڼ په نړیوالو سیالیو کې د ایران د نماینده په توګه وټاکل شي، نو حتما به ئې د خپلې زیږیدنې د کلیزې په جشن کې د خپلو هیلو په اوږد لیسټ کې د عربستان له امتحانه په سرلوړۍ سره وتلو ته ځانګړی ځاي ورکاوۀ.
د اصفهان اوسیدونکي محمد مهدي رضائي سره د ایکنانیوز یولړ خبرې شوي چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.
ایکنانیوز له ښاغلي رضائي څخه وپوښتل ،تاسو څرنګه دغې حوزې ته داخل شوئ دې په ته پام سره چې ستاسو په کورنۍ کې له تاسو مخکې په داسې بڼه چا قرآنی فعالیت نه دی درلودلی،نو داسې څه پيښه شوې او سپڼکی بل شوی چې محمد مهدي رضائي فیصله وکړي، د ټول قرآن کریم حافظ شي.
نو محمد مهدي رضائي ددغې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، د هغه څه په اساس ، چې زما مور او پلار ئې تعریف کاوۀ، په ماشوموالي کې او هغه مهال چې یو یا دوه کلن وم ، په داسې حال کې چې ډير به ژړیدم ، نو د آذان دغږ په آوریدو سره به ناڅاپي غلې کیدم ، دا پيښه څو ځلې تکراریږي ، وروسته چې لازیات دقت کوي، نو ویني چې د آذان او تلاؤت دغږ په آوریدو سره بشپړ آرامښت وینم، نو همدغه موضوع زما مور او پلار وهڅول څو زه دغې قرآني حوزې ته واردشم.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، چې مور پلار زه د قرآن د تلاؤت په کلاسونو کې داخل کړم دغه کلاسونه تردوو کلونو پورې روان ووڅو په سمه د قرآن ولوستلی شم اوا په دوام کې مو د ۲۹ او دیرشمې سپارې ځیني برخې حفظ کړې بیا مو له لومړئ سپارې پيل وکړ او د ټول قرآن حفظولو له ما تقریبا اوه یا اته کلونه وخت واخست او د ۱۳۹۶لمریز کال په لړم یا عقرب میاشت کې مو ټول قرآن حفظ کړئ شو.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې ووئیل دا به لومړی ځل وي چې د وحي ټاتوبی ته مشرف کیږم ، دا به د ما لپاره ډيره ښه تجروبه وي ، د مسجد الحرام په شاوخوا کې سیالۍ ترسره کیږي او هغه زیارت چې دخداي د کور به ئې وکړم ، په دغې پيښې زما ګډون به ډير غنیمت او ارزښمن کړي. ممکنه ده په دغو سیالیو کې زما د ژوند ترټولو لویه پيښه ر امینځةشي. دعربستان سیالۍ په دنیا کې د قرآن سیالیو یوه ترټولو مهمه برخه ده او هیله مند یم وتوانیږم په ښه ډول د خپل هیواد نمایندګي وکړم او په بیت الله الحرام کې د قرآني ټولنې د سرلوړئ سبب شم.