IQNA

 نابینا میرمن چې خپل ژوند ئې په مصر کې د قرآن زده کړې ته وقف کړی

10:28 - July 03, 2024
د خبر لمبر: 3489474
ایکنا -  د مصر یوه نابینا میرمن   شیخه صبیحه  د دغه هیواد دمنوفیه ولایت اوسیدونکې ده او پخپله ئې قرآن کریم زده  اوحفظ کړ ، او خپلژ،ند ئې د خپل زیږنځي کلي   میرمنو اوماشومانو ته د قرآن کریم زده کولو ته وقف کړی دی.

 ایکنانیوز د الدستور له قوله راپور راکوي، سی بی سی سپوږمکیز چینل  پخپل یوه پروګرام ؛ میرمنې دروغ نشی وئیلی؛  کې  د یوه انځوریز راپور  په خپرولو سره  د مصر ددغې نابینا میرمنې  په ژوند رڼا اچولې ده  چې خپل ژوند ئې  د خپل زیږنځي  کلي میرمنو او ماشومانو ته  د قرآن کریم ورزده کولو ته وقف  کړی دی.

 د مصر دغه نابیان او لوږ همته  میرمن په ۲۰۰۸کال کې  د ټول قرآن کریم په حفظ کولو بریالۍ شوه او په مثالورکوني همت سره د کلی له ماشومانو سره یوځای په مکتب خانې کې حاضره شوه څو قرآن کریم حفظ کړي او  له بشپړ حفظ وروسته  ئې هم  پخپل شخصي کور کې د قرآن کریم زده کړې پيل کړې .  هغې دغه اقدام  د ځان  او د خپلې ترټولو وروستۍ هیلې تحقق  د بیت الله الحرام  زیارت کول  وبلل.

https://iqna.ir/fa/news/4224433  

captcha