ایکنانیوز راپور راکوي، شد مصر یو مشهور قاری شیخ شحات محمد انو په ۱۹۵۰کال کې د مصر په دقهلیه ولایت کې په کفر الوزیر کلي کې زیږیدلی ؤ. هغه درې میاشتنی ؤ چې پلار ئې وفات شو ا و د هغه سرپرستي د هغه ماما حلمی محمد مصطفی په غاړه شوه. په ماشوموالی کې د خپل کلي قرآني مکتب خانې ته لاړ او په اته کلنۍ کې ئې ټول قرآن حفظ کړ او پخپل ټول عمر کې ئې د قرآن کریم تلاؤت ته دوام ورکړ.\
هغه د قرآن کریم د حفظ اوتجوید له زده کولو سره په یووخت ، په مکتب خانې کې د خپلو خپلوانو په مقابل کې دقرآن کریم تلاؤت کاوه تر دې چې دوستانو او د کلی اوسیدونکو هغه د ؛واړه شیخ ؛لقب ورکړ او ډير وتوانید، په دغه ډګر کې ځان ته ځاي پيدا کړي.
شیخ شحات محمد انور دخپل ماشوموالي د شپو ورخو د خاطراتو په باب وائي؛ په هغه پړاؤ کې ما د قرآن کریم په حفظ کولو سره نه بیانونکی سعادت درلود، په تیره بیا د قران کریم د حفظ له ختمولو وروسته او د قرآن د تجوید دزده کولو په مرحلې کې ، په دې خاطر چې ښه غږ مو درلود او زما لهجه د لویو قاریانو په شان وه ،پر خپلو همکلاسو مخکې شوم او په هغو کې په وړوکي استاد وپيژندل شوم.
د قرآن په قرائت کې د شیخ سحات سټایل؛
شیخ شحات محمد انور د خپلو استاذانو او شیخانو د قرائتونو له رودې په استفادې سره د خپلې کم ساري حنجرې او مرئ په مرستې سره او په هغه ښکلي غږ سره چې خداوند هغه ته ډالۍ کړیؤ ،وتوانید، د قرآن په قرائت کې نوی سټآیل ایجاد کړي. د شحات سټایل د تیر نسل د قاریانو له قرائتونو څخه د استفادې له پلوه ؛تالیفي اوترکیبي ؛ او د خپل نوښت او شوق له پلوه بدیع ا نوښتي دی.
شیخ شحات محمد انور قرآئتونه له ډير زیات اوجه برخمن دي او په عین حال کې د مصر دمطرحو قاریانو په اپوټه ئې پخپلو قرائتونو کې له نغمو او خوشالې لهجې لازیاته استفاده کړې ده. د مصر د عبدالباسط اومحمد صدیق منشاوي اوځينو نورو قاریانو په څیر د قرائت د استاذانو په اپوټه او د ځينو نورو هغه قاریانو په څير چې د قرآئتونو خزانې ئې درلودې.
شیخ شحات نهه بچیان (درې زامن او شپږ لوڼه) درلودل چې ټول د قرآن کریم حافظان دي ،البته دهغه دوه زامن (انور شحات محمد انور او محمود شحات محمد انور) د قرآن د تلاؤت ښه والی له خپل پلاره په میراث کې وړی دی او په کرتو ئې د قرآن کریم د تلاؤت لپاره دایران اسلامی جمهوریت ته سفرونه راکړي دي.
همداراز د خداي بخښلي شحات انور سفرونه سبب شوي څو د هغه شهرت په درستې نړۍ کې پراخ شي. خداي بخښلی شحات محمدانور د روژې په مبارکې میاشتې کې او د ۱۹۸۵ کاله تر ۱۹۹۶ کال پورې په مودې کې ټولو براعظمونو ته سفرونه وکړل او د قرآن قرائت ئې خور وور کړ.
استاد شحات محمد انور ترڅلورو کلونو پورې د د بډوري د ناروغۍ په دلیل په قرآني محفلونو کې تلاؤت نه کاوه اوتر یوې مودې پورې د تهران په خاتم الانبیاء روغتون کې د درملنې لپاره بستري وو او بلاخره د ۱۳۸۶ لمریز کال په دې میاشت ۲۳ نیټه ئې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ایکنانیوز په دوام کې د خدای بخښلي استاد شحات محمد انور ایران ته په سفر کې د نادر او کم پيداکیدونکي تلاؤت یو یوډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.