ایکنانیوز د عراق د رسمي خبري آژانس له قوله راپور راکړ، د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري د سه شنبې ورځې د محرم او صفرې د میاشتو په تیره بیا د حسینی اربعین د دستورو د ترسره کیدا د مقدماتو د برابرولو لپاره د ټولو اړونده اورګانونو د هڅې خبر ورکړ.
د عراق د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده؛ ددغه وزارت د مرستیالانو، چارواکو او عمومی مدیرانو او د یو شمیر افسرانو په شتون سره دپراخو ناستو په ترسره کولو سره ئې ددغه وزارت دټولو تشکیلاتو د راتلونکو پروګرامونو او د پوره شوو ترټولو مهمو بریاؤ په باب د ۲۰۲۴کال د لومړنیو شپږو میاشتو راپور اروزلی دی.
الشمري د محرم د میاشتې د رارسیدا په درشل کې ټينګار وکړ، د هیواد په درستو ولایتونو کې د محرم د میاشتې هم همداراز د عراق د یوې مهمې واقعې په توګه د حسینی اربعین د دستورو د تره کیدا لپاره چې عراق به ئې له څه مودې وروسته شاهد وي، مناسب چمتووالي او تدارکات په نظر کې نیول شوي دي.
الشمري د پوځي او امنیتی چارواکو د فعالیت د ارزونې او د امنیتی اقداماتو دترسره کیدا لپاره لازمو سپارښتنو ته په اشارې سره ، د بیخ بینائي پروژوپر بشپړتیا،ښاریزو ته د خدمت رسونې پر دوام او د پولو ،ټریفک او د زیارتوالو او ښاریزو د پيژند پاڼو پرکنټروولو او د امنیت د تامینولو په زمینې کې له نوو ټيکنالوجیو څخه پر استفادې او همدرااز له نشه ایزو موادو سره دمقابلې لپاره پر بشپړ چمتووالي ټينګار وکړ.
الشمري دغه راز په دوام کې د محرم او صفرې د میاشتو ددستورو د امنیت د تامینولو لپاره د اطلاعاتو او څارنې د اقداماتو د سسټماټيکې ترسره کیدا لپاره د کافي انساني ځواک برابرولو او د اړتیاوړ وسلو او ټيکنالوجیو د تامینولو په چارو هم ټينګار وکړ او د عراق د کورنیو چارو وزارت تر ټولګې لاندې د ادارو او څانګو له خوا ترسره شوي اقدامات ئې وستایل.