IQNA

د آسټریلیا د کارګر ګوند د فلسطین ملاتړې افغان توکمه سناتورې استعفی ورکړه

14:22 - July 07, 2024
د خبر لمبر: 3489491
ایکنا – د آسټریلیا یوې افغان توکمې سناتورې فاطمه يپمان د فلسطین له ملته د ملاتړ په دلیل د کارګر ګوند  دغړیتوب له ځنډیدا وروسته  له دغه ګونده څنګة شوه.

ایکنانیوز د ګارډیّن له قوله راپور ورکړ،د آسټریلیا مسلمانې سناتورې فاطمه پيمان د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا په ملاتړ کې  له راي ورکولو او د کارګر ګوند سره په مخالفت کې  له رای ورکولو رووسته څنګةشوه.

د آستریلیا واکمن ګوند  د هغو کسانو لپاهر چې د هغوی سیاسی دریځونه کمزوری کوي، سختې سزاګانې په نظر کې نیولی دي. آسترالیائي مسلمانه سناتوره میرمن فاطمه پیمان هم  له دې مخکې د کارګر ګوند د پارلیماني ډلې له غړیتوبه څنګةشوې وه.

دغه ۲۹کلنې سناتورې نن په یوه خبری کنفرانس کې د خپلې استعفی په اعلانولو ووئيل؛ دا یوه داسې موضوع ده چې زه ددې په سر نوره سازباز نه شم کولی.

د آسټریلیا لومړی وزیر آنتوني البانیز ووئيل میرمن پیمان د هغه د رهبرس مننه کړې  او هغه تورونه چې هغه ئې استعفی ورکولو ته اړ کړې ده، رد کړي دي.

میرمن فاطمه پیمان به اوس د یوې خپلواکه سناتورې په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. هغه چې کورنۍ  ئې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو په لاس د افغانستنا له سقوط وروسته له  هیواده وتښتیدله، په آسټریلیا کې د یوازینۍ سترمنې سیاستوالې په توګه شمیرل کیږي.

د آسټریلیا د کارګر ګوند غړي وائي ، لومړی وزیر په دې اند دی چې میرمن فاطمه  پیمان  ممکنه ده د یوه نوي اړونده ګوند  په جوړیدا یا اسلامی ډلې سره په یوځاي کیدا پسې وی چې  د مسلمانو راي ورکونکي مخاطب کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4224864

 

 

captcha