ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، علمي پرمختګونو، ایران د لوېدیځې آسیا په سیمه کې مخکښ کړی او په نړۍ کې د لوېدیځ سلطه غوښتونکي هېوادونه په دې باور شوي، چې له ټولو بندیزونو او دښمنیو سره سره، ایران په چټکۍ سره پرمختګ کوي
په راپور کې وئيل شوي دي، د ایران د محصلینو چارو د سازمان مشر«هاشم داداش پور » دې ته په اشارې سره چې د اووم پراختیایي پلان له مخې، ایران باید ۳۲۰ زره بهرني محصلین جذب کړي، زیاته کړه، باید لا زیاتې هڅې وشي، ځکه زموږ هدف نړیواله ټولنه ده، له همدې امله، هر زده کړیال کولای شي په دې جذب کې زموږ سره مرسته وکړي.
داداش پور چې د تهران په شهید بهشتي پوهنتون کې د بهرني محصلینو لپاره د درېیم تعلیمي او کلتوري کورس د پرانیستلو په مراسمو کې وینا کوله زیاته کړه، د ایران د محصلانو چارو سازمان په مختلفو پروګرامونو کې خپله موخه ټولنه ټاکلې ده، چې ټول ذوقونه او ټول محصلین په هر ډول لېوالتیا سره پکې برخه واخلي.
د ایران د محصلینو چارو د سازمان مشر وویل: اسلامي نړۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده، چې باید په هوښیارۍ سره ورته وګورو او د حل لپاره یې کار وکړو، په حقیقت کې محصلین باید د زده کړو پرمهال، د ښه ژوند کولو، د هېواد د وضعیت د ښه والي او په نړۍ کې د اسلامي نړۍ د درېځ د بيا تعريف لپاره پر درېیو محورونو تمرکز او ځانګړې پاملرنه وکړي.
داداش پور ټینګار وکړ چې ایران د علمي قدرت له پلوه په نړۍ کې خپل مقام ثابت کړی، خو ځینې هېوادونه تراوسه نه دې توانېدلي چې دغه مقام ورسېږي، نو محصلین باید په دې لاره کې ګام پورته کړي او اسلامي نړۍ بیرته خپل قدرت ته ورسوي.
کلیدي کلمې: د ایران پوهنتونونه، په ایران کې د علم وضعیت، په ایران کې علمي او تخنیکي پرمختګونه، پر ایران باندې د امریکا بندیزونه، په ایران کې د بهرنیو محصلینو جذبول.