حضرت امام حسین علیه اسلام هغه مهال چې د ظالم او ناروا یزیر د حکومت په مقابل کې ئې پاڅون وکو، نو د مظلوم ابتدا واقع شو او هیچا ورسره ملګرتیا ونه کړه.په دوام کې هغه کلابند شو او له یوې خونړۍ نښتې وروسته شهید شو. له دې امله د حضرت امام حسین علیه السلام مظلومیّت دومره جوت دی چې په دې زمینې کې د قرآن کریم دځينو آیتونو څرګند مصداق کیدلی شي.
د قرآن کریم په یوه آیت کې پر دې ټکي ټينګار شوی دی چې څوک په مظلوم ډول ووژل شي، د هغه ولی او سرپرست د هغه د وینې دحق غوښته کولی شي؛، و لا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَ مَنْ قُتِلَ مَظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنا لِوَلِيِّهِ سُلْطاناً»، ؛ او هغه څوک چې خدای ئې وژل حرام کړی ( او دهغه د ژوند ئې احترام ګڼلی دی)له حق پرته ئې ونه وژنئ او هرڅوک مظلوم ( او په ناحقه) ووژل شي،نو د هغه وارث پر قاتل مو(د خون بها، دیه او بخښنې له پلوه) مسلط واقع کړ.[اسرا سوره -33]. په ټولو دینونو او کلتورونو کې د انسان وینې ته احترام لیدل کیږی، خو ځیني روایتونه شته دي چې د امام حسین(ع) او دهغه د ملګرووژله، د مظلومانه قتل یو څرګند مثال ګڼي..همداراز له ولی څخه مقصد چې د حسین د وینې دغچ د اخستو حق لري ، حضرت مهدی موعود او قایم آل محمد (ع)دی.
همداراز په یوه بل آیت کې بیان شوي دی چې که څوک مظلوم واقع شي،نو حق لري، له ځانه ددفاع لپاره جنګ ته وارد شي.؛ أُذِنَ لِلَّذينَ يُقاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَ إِنَّ اللَّهَ عَلى نَصْرِهِمْ لَقَديرٌ» او هغه کسان چې په ظلم سره ورباندې جنګ مسلط شي او یرغل پرې وشي، په دې سبب چې پر دوي ظلم شوی ، د جنګ دکولو اذن ورته شوی دی، مسلما خدای له هغوي سره پر مرسته کولو توانمن دی (حج/39). دغه آیت هم د ځینو روایتونو په اساس د حضرت امام حسین علیه السلام مظلومیّت ته اشاره کوي.
د حضرت ابراهیم(ع) او د حضرت اسماعیل(ع) د ذبح کولو په کیسې کې چې په قرآن کریم کې راغلې ده ،خداوندمتعال ابراهیم ته امر کوي چې دخپل زوي اسماعیل په ځاي دې یو پسه چې خدای ورلیږلی ؤ ، قرباني کړي. په قرآن کریم کې ددغه قرباني د (ذبیح عظیم( ستره قرباني ) یاد کړې ده. وَ فَدَيْناهُ بِذِبْحٍ عَظيمٍ» (صافات/107). د قرآن ځیني مفسران د هغو روایتونو په اساس چې په دې زمینې کې موجود دي ، دغه لویه قرباني دیوه کس ګڼي ؛ داسې کس چې د حضرت ابراهیم علیه السلام له نسله دی او دخدا وندمتعال په لاره کې خپله وینه ئې توي کړې ده . دغه کس هماغه امام حسین علیه السلام دی . په یوه روایت کې راغلي دي ، چې خداوندمتعال د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت داستان د ابراهیم لپاره تعریف کړ ،نو هغه ډير وژړید.