ایکنانیوز د لیبیا آبزرور له قوله راپور راکړی، د لیبیا داسلامی چارو او اوقافو عمومی ادارې دچنګاښ د میاشتې په نولسمه نیټه چې د جولائي نهمه نیټه کیږي، د دغه هیواد دقرآن کریم د حفظ نړیوالو سیالیو دپیلیدا خبر ورکړی دی.
د لیبیا داوقافو دادارې د اعلامیې په اساس، دغه سیالۍ د نړۍ د ۶۲ هیوادونو د حافظانو په شتون سره ترسره کیږي او ددغو سیالیو د قاضیانو په پلاوي کې به مشهور قاریان شتون ولري.
د لیبیا داوقافو ادارې په دغې اعلامیې کې وئيلي ديو چې ددغو سیالیو ترڅنګ به مختلفې علمي ،کلتوري ناستې او سیالۍ هم ترسره شي.
په دغو سیالیو کې حفظ، لهجه اوترتیل شامل دی او دغه سیالۍ د لیبیا د داخلی جنګونو په علت له لسو کلونو وروسته ترسره کیږي.
په همدې رابطې کې دقطر د اوقافو او اسلامی چارو وزارت د لیبیا د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په اعلان سره وئیلي دي، محمد عبدالله احمد محمد به په دغو دسیالیو کې د دغه هیواد نمایندګي وکړي. ددغې اعلامیې په اساس ددغو سیالیو دولسم پړاؤ به له درستې نړۍ د د پراخ ګډون شاهد وي.
د قطر په اوقافو کې ددیني ارشاد اودعوت دبرخې مدیر ملاالله عبدالرحمن الجابر وئیلي دي ، چې محمد ددغه هیواد د اوقافو وزارت سره اړونده د قرآن کریم د زده کړې په مرکز کې زده کوي او دغه مرکز د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د شتون لپاره د قطر حافظان او قاریان تیاروي.