IQNA

اسلامی ایران د فلسطین د ولس او دقدس د آزادۍ بشپړ ملاتړ کوي

5:44 - July 11, 2024
د خبر لمبر: 3489518
ایکنا -   ډاکټر مسعود پزشکیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  ته په پیغام کې ووئیل، د تاسو د مبارکۍ د پیغام قدرونه کوم ،  دایران اسلامی جمهوریت  د اسلامی اقنلاب دلوړو موخو او اصولو   ته په پابندۍ  سره او د  حضرت امام خمیني  دآرمانونو  او درهبرس دستر مقام د لارښونو په چوکاټ کې  به د صهیونیسټي رژيم د آپارټائيډ او نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین دملت او دهغو د مبارزو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ټاکل شوي ولمسشر د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر د  مبارکۍ د پیغام په قدرونې سره ، خپلو حقه حقوقو او ټولو آرمانونو او همداراز د قدس شریف تر آزادۍ پورې  د فلسطین له مظلوم ملته د ایران د اسلامی جمهوریت  د هراړخیز ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.

  ډاکټر مسعود پزشکیان د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  ته په پیغام کې ووئیل، د تاسو د مبارکۍ د پیغام قدرونه کوم ،  دایران اسلامی جمهوریت  د اسلامی اقنلاب دلوړو موخو او اصولو   ته په پابندۍ  سره او د  حضرت امام خمیني  دآرمانونو  او درهبرس دستر مقام د لارښونو په چوکاټ کې  به د صهیونیسټي رژيم د آپارټائيډ او نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطین دملت او دهغو د مبارزو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.

ډاکټر مسعود پزشکیان پخپل پیغام کې ووئیل، ډاډمن یم  چې  په روان جنګ  کې به  د فلسطین د مقاومت کونکي ملت  او  مبارزانو اتلوال مجاهدت او  او مقتدر او صبرناک فلسطیني ملت  دتاریخی مقاومت په سیوري کې  الهی نصرت او بریالیتوب د فلسطین د قدرمن  ملت په نصیب شي.

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر همداراز د فلسطین د غیرتمندو شهیدانو لپاره دلوړ مقام او د  د  اتلوالو مجاهدینو لپاره د عزت او آزادۍ  او سرلوړۍ  او سلامتیا  دعا هم وکړه .

https://www.irna.ir/news/85535911

captcha