ایکنانیوز د مسعود پزشکیان د کمیټې د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړ،د ایرن د اسلامی جمهوریت نوی ټاکل شوی ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق د کردستان سیمې له مشر سره په ټيلیفونی تماس کې د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې له ګاونډیانو سره د اړیکو د پياوړتیا په اهمیّت ټينګار وکړ.
د عراق د کردستان سیمې مشر نیچروان بارزاني د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټيلیفوني تماس کې مسعود پزشکیان او د ایران ملت ته د مبارکۍ په وئيلو او د ولسمشرۍ په درانده ماموریّت کې د هغه لپاره د بریالیتوب په هیلې کولو سره روښانه کړه، د مونږ او تاسو اړیکې پر ژورو، مخکینیو تاریخي ، کلتوري او اعتقادي پيوندونو ولاړې دی چې هیڅ بهرنی عامل ورباندې اغیزې نشی شیندلی.
په دغه تماس کې مسعود پزشکیان هم د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې له ګاونډیانو سره د اړیکو د پياوړتیا په اهمیّت ټينګار وکړ او وې وئيل، د ایران په بهرنی سیاست کې درست ګاونډی هیوادونو او نورو دوستو هیوادونو سره اړیکې یو لومړیتوب لري.