د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ؛ نوي نړؤۍ ته زمان پیغام؛ په عنوان سره په یوې مقالې کې وئيلي دي؛ زما حکومت نیّت لري، د فرصت پالنې سیاست تعقیب کړي چې له ټولو هیوادونو سره په اړیکو کې د انډول په رامینځةکولو سره له ملی ګټو ، اقتصادي پراختیا او د سیمې او نړۍ له سولې او امنیت سره سمون وخوري. په دې لړ کې د تاؤتریخوالی د کمولو لپاره د صادقانه هلوځلو هرکلی کوو او صداقت ته به په صداقت سره ځواب ورکړو.
ایکنانیوز راپور راکوی، د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ټاکلی ولسمشر مسعود پزشکیان د؛ نړۍ ته زما پیغام؛ په عنوان سره د یوې مقالې په خپرولو سره ، د سیمې او د نړۍ د هرې سیمې له هیوادونو سره اړیکو ته د خپل کړچار نظر تشریح کړ.
ددغې مقالې بشپړ برخه چې پرون سهار په تهران ټایمز خپرونې کې خپره شوې ده، ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
نوي نړۍ ته زما پیغام ؛
د سیمې د ناکراریو او جنګ په اوج کې ،د ایران سیاسی نظام ، په منظمو ،سوله ایزو او له سوچه سیالۍ ډکو انتخاباتو په ترسره کولو سره، خپل ثبات نندارې ته وړاندې کړ.د انتخاباتو په وړیامن انداز او سیاسی ثبات نندارې ته وړاندې کول، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د تدبیر نښه، د قدرت حتی په سختو شرائطو کې په ډيموکراټيک انداز سره منتقلولو ته د ایران د ولس ژمنتیا ده.
ما په هغه پروګرام سره چې :پر؛ اصلاحاتو، ملی وحدت پیاوړتیا او له نړۍ سره په رغنده تعامل باندې ئې ټينګار درلود، د انتخاباتو ډګر ته وارد شوم او په نهایت کې بریالی شوم ،د رایو په مرکزونو کې د خپلو وطنوالو اعتماد جلب کړم.
په پیل کې غواړم ، ټينګار وکړم ، چې زما حکومت په هر ډول شرائطو کې دایران دنړیوال عظمت اوا ملی عزت ساتل به زما په ایجنډا کې وي. د ایران بهرنی سیاست د ؛عزت،حکمت او مصلحت؛ د اصولو په اساس ولاړ دی.
په دغه کړچار سره ؤ،زما حکومت نیّت لری، فرصت رامینځةکونکی او فرصت پال سیاست تعقیب کړي چې له ټولو هیوادونو سره په اړیکو د انډول او تعادل په رامینځةکولو سره، له ملي ګټو ،اقتصادي پراختیا او د سیمې او نړۍ د سولې اوامنیت له اړتیاؤ سره سمون وخوري.
زما په حکومت کې ،له ګاونډیانو سره د اړیکو پیاوړتیا به په سر کې وي.مونږ به دیوې پیاوړي سیمې جوړیدا تعقیب کړو.
د مونږ سیمه ډیره کړیدلې او ورسته پاتې ده .له جنګونو ،فرقه پالو تاؤتریخوالو ،ترهه ګرۍ ،افراط پالنې ،دنشه ایزو موادو له قاچاق ، د اوبو له کمښت ، د کډوالۍ له بحران، د ژواک چاپيریال له ورانیدا اوو له بهرنیو لاسوهنو ډیره کړیږي، اوس وخت رارسیدلی دی چې پخپلو کې سره دغه ټول ګډ چیلنجونه د د ورپسې نسلو د لا ښه راتلونکي لپاره وارزوو.
دهغو هیوادونو په توګه چې له اسلامی سوله ایزو تعلیماتو راپورته شوي له ډيرو ګډو سنتونو او ډيرو سرچینو برخمن دي ، باید سره متحد شو او دقدرت دمنطق په ځاي ، د منطق په قدرت تکیه وکړو. دخپلو رغنده ظرفیّتونو څخه په استفادې سره د سولې د دودولو ، دتل پاتې پراختیا لپاره د یوه آرام چاپيریال د رامینځةکولو،له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د مقابلې او دخبرواترو دپیاوړتیا له لارې له قطبی پلوه په نړیوال نظم کې یو مهم رول لوبولی شو.
د لومړنی ګام په توګه ، زما حکومت به له ګاونډیو عربو هیوادونو څخه د ملګرتیا غوښته وکړي،څو له ټولو سیاسی او ډيپلوماټيکو اړمونو او آوزارونو څخه په استفادې سره دغزې دخلکو د نسل وژنې اوقتل عام دریدا او د اور بند تينګیدا په لومړیتوب کې شي څو د جنګ دلمن دپراختیا مخه ونیول شي.
اوس داسې ښکاري چې په لویدیځي هیوادونو کې ډيری ځوانان د اسرائيلي رژيم په وړاندې د مونږ په دریځونو باندې په پوهیدا سره البته که څه هم په ځنډ سره دي،پوهه شوي دي . غواړم لدغه فرصته استفاده وکړم او دغه شجاع نسل ته ووایم چې د ایران په ضد د فلسطین په موضوع کې د خپلو اصولي دریځونو په دلیل، له یهودیت سره د ډغرې تورونه نه یوازې په بشپړ ډول غلط دي ، بلکې د مونږ کلتور، باؤرونو او اساسی ارزښتونو ته سپکاوی هم کوي.
غواړم یو ځل بیا ټينګار وکړم چې د ایران په دفاعي نظرئې کې د ایټمی وسلو جوړیدا هیڅ ځای نه لري او متحده ایالاتو ته دعوت ورکوم څو له خپلو تیرو ناسمو محاسباتو څخه درس واخلی او مناسب نوی سیاست غوره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4226416