ایکنا نیوز د آناتولی له قوله راپور راکوي، د بوسنیا هرزیګوینیا سنان بیګ تاریخي جومات چې په ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمینځ د جنګ په اوږدو کې د صرب ځواکونو په وسیله ړنګ شوی وي، ترکیې د پخواني پلان په اساس ورغوه او اوس افتتاح شو.
د سنان بیګ جومات چې په چاینچه سیمې کې واقع دی . په پيل کې د مشهور عثماني معمار سنان بیګ په وسیله جوړ شو . دغه جومات د ۱۹۹۲کال د جون په اتمه نیټه د صربستان د ځواک په وسیله د بوسنیا په جنګ کې ړنګ شو ،خو د بیارغونې له هغو هلوځلو سره چې په ۲۰۱۶کال کې پیل شوې ، یو ځل بیا ئې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د بیا رغونې پروژه دترکیې د بنیادونو د عمومي ادارې او د بوسنیا هرزیګوینیا د اسلامی ټولنې په ملاتړ سره په یوې ګډې هةې کې ترسره شوه.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،چې دغه پروژه نه یوازې په جومات متمرکزه وه ،بلکې ددغه ځاي د اصلي ظاهر دبیرته ګرځولو لپاره ئې د انګڼ پشمول دټولو برخو رغول پکې شامل وو.
د بوسنیا مفتي رمزي پیتیچ ددې خبرې په کولو سره چې ددغه جومات د پرانیستلو لپاره د کار مقدمات بشپړ شوي دي،د جومات د احیاء او بیا رغونې پر اهمیّت په ټينګار سره ئې ووئيل، دغه دریم جومات دی چې په تیرو لسو کلونو کې په ګورازد سیمې کې ئې پرانیزو.
هغه ووئيل، مونږ تراوسه پورې د کولو لپاره ډير زیات کارونه لرو . دجومات بیا رغول چاینیچې سیمې ته تازه ژوند وربخښي او پوسنیاوالو ته د جومات د لیدو لپاره تازه انګیزه اودلیل ورپه برخه کوي.