ایکنانیوز د قطر د رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د قطر د کتارا کلتوري فاؤنډیشن په یوې خبرتیا کې له نن یعني د چنګاښ یا سرطان دمیاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کتارا جایزې د قرآن د تلاؤت د نړیوالو سیالیو په اتم پړاؤ کې د نامو د ثبتیدا د پیلیدا خبر ورکړ.
د کتارا جایزې د قرآن د تلاؤت دنړیوالو سیالیو اتم پړاؤ، د ؛قرآن ته پخپل غږسره ښکلا وروبخښئ؛ په شعار سره د قطر د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت ترنظر لاندې او په عربو او اسلامی نړۍ کې د قطر د ژمنتیا او مخکښ رول او د تجوید دعلم د قواعدو په اساس د ممتازو قاریانو په معرفی کولو او د قرآن په تلاؤ کې د برلاسه وړتیاؤ د کشفونې او هڅونې په چوکاټ کې ترسره کیږي.
د قاضیانو کمیټې سیالۍ ته لیږدول شوي ټول آثارو ارزوي او سل برلاسه ګډونکونکي هغې مقدماتي مرحلې ته د تلو لپاره ټاکي چې په دوحې کې ترسره کیږي.
مقدماتي مرحلې لاره موندونکي سل سیالی کونکيد ټيلیویژني پروګرام په شلو برخو کې سره سیالي وکړي چې په هرې برخې کې به پنځه ګډونکي شتون ولري او په پاي کې به شل غوره کسان سره د پنځو زیرمه شوو سیالي کونکو نیمه نهائي مرحلې ته لاره ومومي چې په پنځو برخو کې به(په هره برخه کې پنځه سیالی کونکي ) سره سیالی وکړي او په باي کې به له هرې برخې یو کس غوره شي او ددغو سیالیو فاینل سیالیو ته به لاره ومومي او په دې مینځومیان کې به له دغو پنځو کسانو، د قرآن دتلاؤت د ځانګړي تلاؤت د کتارا سیالۍ درې غوره کسان معرفي شي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د لومړي ګټونکي جایزه د قطر پنځه لکه ریاله( کابو یو لک ۳۷زره ډالر) به ترلاسه کړي، دوهم او دریم ګټونکي به په ترتیب سره څلور لکه قطری ریال( کابو یولک نهه زره ډالره) او درې لکه قطري ریال(کابو ۸۲زره ډالره) جایزه وګټي.همداراز د کتاره کلتوری فاونډيشن ددغو سیالیو د لومړۍ مربتې په وسیله دقران کریم د بشپړ تلاؤت یو سافټ ویئر(سی ډي) هم جوړ کړي.
د یادولو ده چې د قطر د اوقافو او اسلامی چارو عمومی اداره په ۲۰۱۷کال کې د کتارا جایزې د کارد پیل له وخت راهسې ددغې جایزې رسمي ملاتړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4227018