IQNA

په بغداد کې د قرآني محفلونو پراخ هرکلی شوی (فیلم)

11:06 - July 20, 2024
د خبر لمبر: 3489560
ایکنا – د عراق په بغداد کې په یوه قرآنی محفل کې د ماشومانو په پراخ شتون سره یوه ویډیو خپره شوې چې په ټولنیزو  چینلونو کې ئې کارؤنکو پراخ هرکلی کړی دی.

ایکنانیوز د شفق العربیه له قوله راپور راکړی، د عراق په بغداد کې په یوه جومت کې په یوه قرآنی محفل کې د عراقي ماشومانو  د پراخ شتون  او هرکلی ویډیو چې په همداوروستیو کې خپره شوې ، په ټولنیزو چینلونو کې ئې  کارؤنکو ډير زیات هرکلی کړی دی.

 د ټولنیزو چینلونو  کارؤنکو همداراز د بغداد په جوماتونو کې د قرآن کریم د زده کړې د ډيرو محفلونو او حلقو د ترسره کیدا خبره هم  کړې ده.  د عراق د اوقافو وزارت د اعلامیې په اساس، په دغه هیواد کې د قرآن د زده کړې د محفلونو او حلقو شمیر په اوسني اووړي کې په اوڅاره توګه زیات شوي دي او د عراق د پلازمینې او نورو ښارونو جوماتونه د قرآن کریم د تلاؤت، حفظ او تجوید د زده کړې د پراخو محفلونو د ترسره کیدا  شاهد دي.

له بل پلوه  په ملی ونړیواله  سویه د مختلفو سیالیو ترسره کیدا، د قرآن کریم د نسخو د چاپ او ویشل کیدا او د قرآني مرکزونو تاسیس،هم د قرآنی فعالیتنو  یوه بله برخه ده چې په وروستیو کلونو کې ددغه هیواد دیني اورګانونو له خوا ورته توجه شوې ده.

د عراق داوقافو وزارت په دغه هیواد کې د قرآن کریم کتابت او د تلاؤت  دځانګړي احیاء په خاطرهم ځيني پروګرامونه اجرا کړي دي او ددغه وزارت د مسئولانو په وینا، په نزدې راتلونکي کې به په عراق کې د لازیاتو قرآنی بریاؤ شاهدان ووسو.

https://iqna.ir/fa/news/4227358

 

captcha