خداوندمتعال ابراهیم علیه السلام دبوډاتوب په وخت کې هغه ته اسماعیل ډالۍ کړ او بیا ئې هغه ته فرمان ورکړ چې دغه ماشوم او دهغه مور په مکې کې ځاي په ځای کړه. ابراهیم علیه السلام د الهي فرمان اطاعت وکړ او وروسته ئې د دوي لپاره دعا وکړه . قرآن کریم د حضرت ابراهیم له ژبې فرمائي؛ بَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ»(ابراهیم/ 37).
د هغه حضرت دعا قبوله شوه . کعبه په یوې بې اوبو او وچې دښتې کې وه،البته په کعبې کې ډول ډول نعمتونه او تمرات سره غونډ شول . د رسول الله (ص) د اهل بیت علیهم السلام په باب دغه دعا چې د ابراهیم د ذرّيّه او کورنۍ څخه دي،هم مستجابه شوه. اوس د خلکو زړونه د اهل بیت(ع) په لور لیواله شوي دي او هرکال لیدل کیږی، چې په حسینی عاشورا او اربعین کې د مینه والو لوي سیل د حسینی کربلا په لور خوځيږي.
قرآن کریم په یوه بل ځاي کې فرمائي؛ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ»(منافقون/ 8). یعنی عزت او اقتدار د خدای او دهغه د پیغمبر او مومنانو لرَه دی . ممکنه ده څوک قدرت او شهرت ولرل شي، خو قدرمن نه وي. ممکنه ده څوک ولسمشر هم وي ،خو خلک ئې نه خوښوي . همالیه غر هم مشهور دی، خو څوک ئې نه خوښوي.پر دې اساس دغه شهرت له محبوبیّت پرته دی.ددینا کوم ولسمشر، کوم شخصیّت، کوم اتل،کوم تاریخ، کوم مشهور کسان د هغه له مړینې یو زر دوه سوه کاله وروسته بیا هم تازه په میلیونونو مسافر لري؟.
ددغه حقیقت راز په حضرت مریم سورې کې دی.؛ إِنَّ الَّذینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحاتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمنُ وُدّاً» (مریم/ 96). قرآن کریم فرمائي؛ هغه کسان چې ایماندار او صالح عمل کونکي دي د هغوي پر زړونو ټاپې لګول کیږي.د ؛سَیَجعَل؛ تعبیر یعنی په راتلونکي کې هم خلک له هغه سره عشق او مینه کوي. کله د خدای په لاره کې قربانۍ ،شهامت ، خوندیتوب ،میړنتوب ، عبادت ،بصیرت ،وفاداري او جهاد ظهور کوي، نو طبیعتا له عاشورا څخه وروسته داسې وخت راځي چې کربلا چپه په چپه او ګام په ګام له حسینی عاشقانو او مینه والو ډکیږي . د کربلا تراخه پیښه چې له خداوندمتعال سره د امام حسین(ع) د بندګۍ او زړه پیّلتیا روایتوي، د تاریخ ترټولو جذاب روایت کیږی.