IQNA

د جرمني په شمال کې د لومړنی اسلامی وړکتون د تاسیس مجوز صادر شو

12:45 - July 21, 2024
د خبر لمبر: 3489566
ایکنا – په داسې حال کې چې د جرمني په شمال کې د نویمنسټر ښار چارواکو د ښآر د لومړني اسلامی وړکتون  دفعالیت مجوز صادر کړ، دغه اقدام ډیر بحثونه  راولاړ کړي دی.

ایکنانیوز  د ریبل نیوز له قوله راپورراکړ، د جرمني  په شلسویګ –هولشټیان  ولایت کې نویمونسټر ښار د خپل لومړني اسلامی وړکتون  جوړیدا تصویب کړه.

دغه اقدام ددیني زده کړې او کلتوري  چارو د یوځاي کیدا په باب ځيني بحثونه راولاړ کړي دي. دغه مرکز۲۵۰۰مربع میټر مساحت چې  ټاکل شوې ده ،په راتلونکي کال کې افتتاح شي، د شپيتو ماشومانو د منلو ظرفیّت لري او د  په کلن (VIKZ) کې ددیره اسلامی کلتوری مرکزونو له ټولنې سره  اړونده د ځاي جومات پّ وسیله  ئې مالی ملاتړ کیږی.

د نویمسنټر ښار شورا  شپږو مخالفو ،یوې سپينې  راي په مقابل کې په ۴۴مثبتو رایو سره ددغې پروژې جوړیدا  ته په چورلټ اکثریّت سره رایه ورکړه. د مسیحي ډيموکراټيکې اتحادئې د اجتماعي او روغتیائي کمیتې(CDU))  مشر بابت شود اولدهوس (Babett Schwede-Oldehus) دغه  نوښت د کلتوری بډایتوب یو ډول وباله.

په عین حال کې دغه فیصله د هغه راپور په دلیل چې په ۲۰۰۴ کال کې په ویزباډن کې د حکومتي ادارې ((Hessian Ministry of Social Affairs) په سپارښتنې سره برابر شوی ؤ،یولړ اندیښنې ئې راولاړې کړي دي. دغه راپور چې د ترکیې د چارو د کارپوه اورسولا شپولر شټګمن په وسیله برابر شوی دی. محصیلینو ته د دیني ائيډیالوجیکي زده کړو او ورسره د یوځاي کیدا  دممنوعیّت په دلیل د  VIKZ  ترمدیریت لاندې د محصلینو په هوسټلو نیوکې کوي. دغه راپور ادعا کوي ، چې دغه محصیلین د مسیحیّت ، لویدیځ او دجرمني د اساسی قانون له اغیزوسره د مبارزې لپاره زده کړې او روزنې ویني.

له دغو اندیښنو سره سره ، د وړکتون چلونکو وئيلي دي، چې دغه مرکز، غیر مسلمان ماشومان هم مني او له جرمني ژبې د  اصلي ژبې په توګه استفاده کوي. ددغه ښآر ښاروالۍ  د تجهیزاتو د لګښت لپاره  دوه لکه پنځوس زره یورو ورکوي او  د کلنۍ اجارې  لګښتونه ئې یو لک اتیا زره یورو پورې کیږي.

ددغه اسلامی وړکتون  د فعالیت مجوز تائيدول د مهاجرت  او ښاریزو په څير  منلو په باب د پراخو ملی بحثونو په اوج کې ترسره کیږي. وروستئۍ نظر غوښتنې له اسلامی هیوادونو څخه د مهاجرت په باب دعمومي اندیښنې د زیاتیدا ښودنه کوي او دجرمنیانو اکثریّت  ددغو مهاجرتونو د محدودیتونو ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې جرمني  د وړکتون  له کمښت سره مخ دی ، د یوه نوی وړکتون  جوړیدا دمګړئ دیارلس کارکونکي جذب کړي دی، VIKZ  اراده لری ، دخپل وړکتون  چینل  په درست جرمني کې پراخ کړي او  په برلین ، دورتموند کې ئې هم څانګې فعالیتونه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4227514

 

captcha